اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق ?? نوي كال په پېل كيدو قام له مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړې چې كال 2025 به د پاکستان لپاره د امن ، پرمختګ او سوكالۍ كال ثابت شي۔د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې سپيکر ?? نوي كال په پېل كيدو په خپل پيغام كښې ووئيل ?? نوي كال لمر به ?? نوو خوشحالو او هيلو سره څيره وهي او مونږ له به د خود احتسابۍ او خپل هېواد د پرمختګ پلو روانولو له د غور او فكر كولو او اجتماعي عزم پخلي كولو موقع راكوي۔ده ووئيل پارليمان كښې د جمهوري اقدارو ته ودې وركولو، ښه واكمنۍ او د ا??لس مسئلو حل كولو له لوظي يو۔سپيکر د هېواد د ټولو سياسي قواؤ تر مينځه اختلافات هيرولو سره د خبرو اترو د لارې د مسئلو حل كولو او قامي تعمير او پرمختګ له په ګډه د كار كولو په حاجت زور راوړو۔ده هيله څرګنده كړه چې نوې كال به د پاکستان لپاره اتحاد، استحکام او د خوشحالۍ كال ثابت شي۔ده هيله څرګنده كړه چې كال 2025 به د پاکستان لپاره د پرمختګ نوې لاري پرانيځي او نړۍ كښې به د پاكستان مقام لوړ شي۔ده ا??لس ته غږ وكړو چې د ټول د سياسي او سماجي تفريق نه ځانله د يو قوي ، خوشحاله او امناكه پاکستان لپاره په ګډه هڅي وكړي۔ سپيکر سردار اياز صادق ا??لس څخه د فلسطينيانو او د هندي بربريت او ظلم ښكار کشميريانو آزادۍ او خپلواكۍ لپاره د خصوصي دعاګانو غوښتلو اپيل هم وكړو۔ده هيله څرګنده كړه چې كال 2025 به فلسطين او کشمير كښې د امن او سوكالۍ كال ثابت شي۔ د قامي اسمبلۍ سپيکر نړۍ ته اپيل وكړو چې غزہ او کشمير كښې د روانو بشري حقونو د خلاف ورزو نوټس واخلي او او د شخړو منصفانه حل له كردار ترسره كړي۔د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيکر سيد مير غلام مصطفيٰ شاہ هم ?? نوي كال په پيل كيدو قام له مباركي وركولو سره ووئيل نوې كال مونږ له د ستونزو څخه د زدكړې او کاميابيو ترلاسه كولو سبق له موقع راكوي۔ ډپټي سپيکر ووئيل يو قوي او فعاله پارليمان د پاکستان د پرمختګ او استحکام ضمانت دے۔ده په خپل پيغام كښې ا??لس ته خپلو كښې اتحاد او يووالي ته ودې وركولو سره د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له په ګډه د كار كولو په حاجت زور راوړو۔
متعلقہ مضامین
-
کارنیول پارٹی کی آفیشل تفریحی ویب سائٹ
-
سپر گولف کورس کی سرکاری تفریحی داخلی راستہ
-
2 Big Bass Christmas Carnival Entertainment App Ki Duniya
-
India to face political implications of Chinas new stealth fighter jet
-
US spending billions to end violence against women in Pakistan
-
5th Robotics Expo concludes at ITU
-
Peace in Pakistan connected with Afghanistan: Chaudhry Nisar
-
PT آن لائن تفریح کی سرکاری ویب سائٹ: بہترین گیمنگ پلیٹ فارم
-
مسالیدار ایوارڈز آفیشل گیم پلیٹ فارم کا تعارف اور خصوصیات
-
V83D کارڈ گیم آفیشل ویب سائٹ کی مکمل تفصیلات
-
شیو ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ پلیٹ فارم کی خصوصیات اور فوائد
-
اولمپس گیٹ انٹیگریٹی بیٹنگ لنک کی خصوصیات اور فوائد