اسلام آباد۔26 دسمبر(اے پی پی) د اط??اعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د پاكستان او تركيه ترمينځه كلتوري تړون ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې د پاكستان او تركيه تلپاتې ملګرتيا پولو ته اړتيا نه لري٬ دواړه هېوادونه يو بل سره په زړه پورې اړيكې لري٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه د سېلګرۍ په څانګه كښې پراخه موقعې موجود دي ٬ د یونس اېمرے انسټیټیوټ جوړېدو سره به په ترك كلتور پوهېدو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د زيارت په ورځ دلته د یونس اېمرے انسټیټیوټ ، ترکش کلچر سنټر پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ووئيل د پاكستان او تركيه ترمينځه د ورورولۍ تلپاتې اړيكې پولو ته اړتيا نه لري۔ ده ووئيل د عظيم صوفي شاعر یونس اېمرے ٬ څوك چې يونس دروېش هم بللے شي٬ شاعري او متلونه نن هم په ترك كلتور كښې اهميت لري۔ وفاقي وزير ډاکټر خلیل توکار ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل هغه چې په پاكستان كښې پاتې كېدو سره څنګه ترك كلتور ته وده وركړه د ستائنې حق لري۔ وفاقی وزیر تركيه سره همكاري زياتولو له په استنبول كښې هېډ آف کمی??نی??ېشن س??ه د خپل ملاقات ذكر وكړو۔ ده ووئيل په كلتوري توګه مونږ داسې يو بل سره تړون لرؤ چې د علامه اقبال يو مزار په قونيه كښې هم دے ٬ د مولانا رومي مزار س??ه د علامه اقبال علامتي قبر جوړ كړے شوے دے٬ دا تعلق بيانول مشكل دي۔ ده ووئيل د یونس اېمرے انسټیټوټ کلچ??ل سنټر سره به كلتور او د اولس ترمينځه دوه اړخيزه تړون لا زيات شي او د تركيه په كلتور پوهېدو او ددې مخ په وړاندې بوتللو كښې به مرسته تر لاسه شي۔ عطاء تارړ د كلتوري تبادلو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د دواړو هېوادونو اولس ترمينځه تړون زياتولو له دې سيمينارز وكړے شي ٬ تھنك ټېنكس دې كښېنولې شي٬ دغسې پاك تركيه اړيكو ته وده وركولو له دې اقدامات وكړې شي۔ وفاقی وزیر د سترو شاعرانو ډاکټر علامه اقبال او یونس اېمرے حوالې س??ه د كلتوري ګروپس تشكيل كولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د پاكستان او تركيه شاعران او اديبان دې د يو بل د هېوادونو دوره وكړي۔ ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې د دې عظيم شاعرانو كار مخ په وړاندې بوځؤ چې ورسره به د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځه همغږي پېدا شي او مونږ به نړۍ ته د امن ٬ ورورولۍ او همغږۍ پېغام وركړے شوو۔
متعلقہ مضامین
-
کارنیول پارٹی کی آفیشل تفریحی ویب سائٹ
-
سپر گولف کورس کی سرکاری تفریحی داخلی راستہ
-
2 Big Bass Christmas Carnival Entertainment App Ki Duniya
-
India to face political implications of Chinas new stealth fighter jet
-
US spending billions to end violence against women in Pakistan
-
5th Robotics Expo concludes at ITU
-
Peace in Pakistan connected with Afghanistan: Chaudhry Nisar
-
PT آن لائن تفریح کی سرکاری ویب سائٹ: بہترین گیمنگ پلیٹ فارم
-
مسالیدار ایوارڈز آفیشل گیم پلیٹ فارم کا تعارف اور خصوصیات
-
V83D کارڈ گیم آفیشل ویب سائٹ کی مکمل تفصیلات
-
شیو ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ پلیٹ فارم کی خصوصیات اور فوائد
-
اولمپس گیٹ انٹیگریٹی بیٹنگ لنک کی خصوصیات اور فوائد