اسلام آباد 09دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات، خپرونو او قامي ورثې وفاقي وزیر عطاء اللہ تارړ وئيلي دي د مدرسې قامي چوكاټ كښې راوستلو او د هغې رجسټرېشن لپاره د ډېر مشاورت نه پس نظام وضع کړ شوے،د تعليم وزارت ترمخه د مدرسو رجسټرېشن ميوې ترلاسه كيدل پېل شوي، د مدرسو زدكوونكې هم ډاكټران او انجینئران جوړيږي،د مدرسو بل په اړه حکومت به د علماء کرامو په وړاندېزونو مشاورت کوي، مولانا فضل الرحمان د احترام وړ شخصيت دے، د هغه وړاندېزونه به هم اوريدلې شي،د دې مسسلې داسې حل غواړو كوم چې ټولو ته د قبلولو وړ وي۔د ګل په ورځ ځائې هوټل ك??ې د مدرسو رجسټرېشن او اصلاحات په اړه د علماء كرامو او مشائخو غونډي ته وينا كښې وفاقي وزیر وو??يل مدرسې قامي چوكاټ كښې راوستلو او د هغې رجسټرېشن لپاره د ډېر مشاورت نه پس نظام وضع کړے شوے چې له مخې يې د 18 زره مدرسو رجسټرېشن شوے۔د تعليم وزارت تر سيوري لاندي د مدرسو د رجسټرېشن ميوي ترلاسه كيدل پېل شوي، خوشحاليږو چې د مدرسو زدكوونكي هم ډاكټران او انجینئران جوړيږي۔ده وو??يل د تعليم وزارت د هائر ایجوکیشن کمېشن څارنه كوي،د هېواد ټول پوهنتونونه هم د هغې ما تحت دي،د مدرسو رجسټرېشن د تعليم وزارت تر سيوري لاندي كولو سره به د مدرسو څخه فارغ شوو زدكوونكو حقونو له تحفظ وركولې شي،د دې نظام مقصد دا ؤ چې مدرسو كښې زده كړي ترلاسه كوونكو او د فارغ شوو زدكوونكو زيان ونه شي،هغوي سره كوم امتيازي سلوك ونه شي او ټولنه ك??ې د ذمه واره او لوستي شهري په توګه خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئېل د مدرسې زدكوونكو له به هغه ټولي موقعې وركولې شي كومي چې پوهنتون يا د كالج كښې زدكوونكو ته ترلاسه دي،دې لپاره وئيلي شوي چې د مدرسې زدكوونكې او د پوهنتون زدكوونكي بايد د يوي چھترۍ لاندي وي دغسې چې هغوي ته ژوند ك??ې د وړاندې تللو او ټولنه ك??ې د خپل كردار ترسره كولو موقعې ترلاسه شي۔ده وو??يل د دې نظام په اړه ډير په زېركتيا كار شوے، دا مهال د تعليم ډائریکټوریټ جنرل ك??ې د 18 زره مدرسو رجسټرېشن شوے په كوم چې د تعليم ډائریکټر جنرل له مباركي وركوم۔ده وو??يل د مدرسو د رجسټرېشن عمل ك??ې د علماء کرامو هڅي هم شاملې دي۔ وفاقي وزیر وو??يل د مدرسو بل د ځيني قانوني پیچیدګو په وجه قانوني شکل نه دې اختیار كړے،نن دلته هم په دې اړه خبرې شوي،د علماء کرامو تجاویز اغستې شوي،په هغې به مثبت فیډ بيك وركولې شي۔ده وو??يل مولانا فضل الرحمان زمونږ لپاره د احترام وړ دے،د هغه تجویزونه به هم اوريدلې شي،د مسئلې داسې حل غواړو كوم چې هر يو ته د قبلولو وړ وي او څوك هم په هغې اعتراض ونه لري،په دې اړه مونږ په نيك نيتۍ کردار ترسره كوو۔ وفاقي وزیر وو??يل هېواد ك??ې د امن و امان په چارو هم خپل كردار ترسره كوو،د ترهه ګرۍ مقابله او په دې اړه خبرتيا پيدا كولو ته اړتيا ده۔ وفاقي وزیر عطاء اللہ تارړ په دې موقع د نوابزادہ نصراللہ خان د نظم ځيني شعرونه هم واورول ”پھر شور سلاسل میں سرور ازلی ہے، پھر پیش نظر سنت سجاد ولی ہے، اک برق بلا کوند ګئی سارے چمن پر، تم خوش که مری شاخ نشیمن هی جلی هے، دو حق و صداقت کی شهادت سر مقتل، اټھو! که یهی وقت کا فرمان جلی هے!، هم راہ رو دشت بلا روز ازل سے اور قافهہ سالار حسینؓ ابن علیؓ هے
متعلقہ مضامین
-
India to face political implications of Chinas new stealth fighter jet
-
US spending billions to end violence against women in Pakistan
-
5th Robotics Expo concludes at ITU
-
Peace in Pakistan connected with Afghanistan: Chaudhry Nisar
-
PT آن لائن تفریح کی سرکاری ویب سائٹ: بہترین گیمنگ پلیٹ فارم
-
مسالیدار ایوارڈز آفیشل گیم پلیٹ فارم کا تعارف اور خصوصیات
-
V83D کارڈ گیم آفیشل ویب سائٹ کی مکمل تفصیلات
-
شیو ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ پلیٹ فارم کی خصوصیات اور فوائد
-
اولمپس گیٹ انٹیگریٹی بیٹنگ لنک کی خصوصیات اور فوائد
-
لکی ماؤس آفیشل گیم ڈاؤن لوڈ کرنے کا طریقہ اور تفصیلات
-
آن لائن شہر کی سرکاری گیم پلیٹ فارم ویب سائٹ
-
Lucky Dragon APP ڈاؤن لوڈ لنک اور مکمل تفصیلات