اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي)د خزانې وزير سېنېټر محمد اورنګزېب په مشرۍ كښې د وزيراعظم د سوشل ايپكټ فنانسنګ كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د سماجي اثراتو زياتولو٬مالي شموليت ودې او پاكستان كښې پسمانده طبق?? پرمختګ لپاره ج??يد مالياتي حل مخ په وړاندې بوتللو ته پام لرنه وشوه۔د خزانې وزارت د اړخه جاري شوي پرېس رېليز له مخې د خزانې وزير په مشرۍ كښې د وزيراعظم د سوشل ايپكټ فنانسنګ كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د سركاري او نجي څانګو سټيك هولډرز٬متنوع ډله راجمع كړی شوې وه چې پكښې د خزانې او محصولات وزير مملكت علي پروېز ملك٬د سټېټ بانك آف پاكستان ګورنر٬د اېس اي سي پي چيئرمېن٬د پاكستان بينكس اېسوسي اېشن صدر٬د پاكستان بيت المال ايم ډي او د سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن ايم ډي شامل وو۔په غونډه د سماجي اثراتو زياتولو٬مالي شموليت ودې او پاكستان كښې پسمانده طبق?? پرمختګ لپاره ج??يد مالياتي حل مخ په وړاندې بوتللو ته پام لرنه شوې۔د خزانې وزير سېنېټر محمد اورنګزېب د سماجي اثراتو مالي اعانت لپاره يو كوټلي پالېسي او ريګوليټري فريم ورك جوړولو كښې د حكومت په كردار رڼا واچوله او په دې خبره يې زور راوړو چې نجي څانګه به د عملدرآمد د هڅو قيادت كوي۔پرائيوېټ سېكټر وړاندې څخه په دې ډومين كښې ښه كار كوي او مونږ بايد د يوې بلې سركاري ادارې جوړولو په ځاې يو ښه ماحول جوړولو ته پام لرنه وكړو۔ده خيراتي ادارو ته راوړاندې كېدو سره د پراخا اثراتو مالي اعانت په اهميت زور راوړو۔ګډون كونكو د كوټلي سماجي نتيجو ترلاسه كولو لپاره د سرمايه كارو متحرك كولو او قانوني٬مالياتي او ريګوليټري چېلنجونو په مخ نيوي هم د خيالاتو څرګندونه وكړه
متعلقہ مضامین
-
کارنیول پارٹی کی آفیشل تفریحی ویب سائٹ
-
سپر گولف کورس کی سرکاری تفریحی داخلی راستہ
-
2 Big Bass Christmas Carnival Entertainment App Ki Duniya
-
India to face political implications of Chinas new stealth fighter jet
-
US spending billions to end violence against women in Pakistan
-
5th Robotics Expo concludes at ITU
-
Peace in Pakistan connected with Afghanistan: Chaudhry Nisar
-
PT آن لائن تفریح کی سرکاری ویب سائٹ: بہترین گیمنگ پلیٹ فارم
-
مسالیدار ایوارڈز آفیشل گیم پلیٹ فارم کا تعارف اور خصوصیات
-
V83D کارڈ گیم آفیشل ویب سائٹ کی مکمل تفصیلات
-
شیو ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ پلیٹ فارم کی خصوصیات اور فوائد
-
اولمپس گیٹ انٹیگریٹی بیٹنگ لنک کی خصوصیات اور فوائد