اسلام آباد 06 دسمبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د سي پیك پروژو پ??شر??ت په اړه مهمه غونډه اسلام آباد كښې شوې۔په غونډه كښې د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي٬د منصوبه بندۍ وزارت ايډېشنل سېكرټري٬د پلاننګ كمېشن غړو٬بېلو وزارتونو او ډويژنونو سېكرټريز او د اړوندو ادارو سينئر افسرانو ګډون وكړو ۔د جمعې په ورځ په شوې غونډه كښې د توان٬انفراسټركچر٬كركيلې او خاص اقتصادي زونز پشمول بېلو مهمو څانګو كښې د روانو پروژو جاج واغستلے شو۔د رېلوے او مواصلات وزارت ايم ??يل -1 او قراقرم هائي وے منصوبو اوسني پ??شر??ت باندې بريفنګ وركړو او د راتلونكي تګلارې خاكه يې وړاندې كړه۔د ايم ??يل-1 پروژې په اړه د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال د چين وزيراعظم لخوا د تكنيكي پوهانو پاكستان ته د راتګ وعده وستائېله۔ده و??ئيل د چين سفير سره اوسني ملاقات كښې د مالي پوهانو ډلې په شموليت هم ??تفاق شوے دغسې چې د پروژې ټولې چارې په وخت حل كړې شي۔ د قراقرم هائي وے په پروژه خبرو كښې وفاقي وزير نېشنل هائي وے اتهارټي ته د چينائي شراكتدارو سره د مرستې لا تندولو هدايت وكړو دغسې چې دا سټريټجك پروژه د سي پېك فيز IIله مخې په وخت بشپړه كړې شي۔د خاص اقتصادي زونز پرمختګ په اړه احسن اقبال د چين استعداد او مهارت په اړه خبره كولو سره و??ئېل پاكستان د چين څخهد دوو ماډل صنعتي زونز د ترقۍ وركولو خواست كړے كوم به چې د ټرن په بنياد بشپړولې شي او د نورو زونز لپاره به معيار ټاكلے شي۔ده بورډ آف انويسټمنټ ته په اسلام آباد كښې د زونز پرمختګ لپاره د زمكې اغستو عمل زر تر زره د بشپړولو هدايت وكړو ۔د منصوبه بندۍ وفاقي وزير رشكئ خاص اقتصادي زون كښې د بجلۍ وركولو لپاره پاور ډويژن او پيسكو ته سمدستي د اقدامات هدايت وكړو ۔د كركيلې په څانګه كښې د 1000 پاكستانو فارغ شوو زده كوونكو په چين كښې د تربيت پ??شر??ت هم ??اج واخستلې شو۔احسن اقبال هدايت وكړو چې تربيت لپاره تلونكو پوهانو ته بشپړه آسانۍ وركړئ۔د غونډې په اختتام وفاقي وزيراحسن اقبال د سي پيك پروژې په وخت بشپړولو له د عزم پخلې كولو سره و??ئېل وزيراعظم به ډېر زر فائيو ايزنېشنل اكنامك ټرانسفارمېشن پلان اعلان كړي كوم به چې د هېواد د پرمختګ يوه كوټلې خاكه وړاندې كوي۔
متعلقہ مضامین
-
کارنیول پارٹی کی آفیشل تفریحی ویب سائٹ
-
سپر گولف کورس کی سرکاری تفریحی داخلی راستہ
-
2 Big Bass Christmas Carnival Entertainment App Ki Duniya
-
India to face political implications of Chinas new stealth fighter jet
-
US spending billions to end violence against women in Pakistan
-
5th Robotics Expo concludes at ITU
-
Peace in Pakistan connected with Afghanistan: Chaudhry Nisar
-
PT آن لائن تفریح کی سرکاری ویب سائٹ: بہترین گیمنگ پلیٹ فارم
-
مسالیدار ایوارڈز آفیشل گیم پلیٹ فارم کا تعارف اور خصوصیات
-
V83D کارڈ گیم آفیشل ویب سائٹ کی مکمل تفصیلات
-
شیو ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ پلیٹ فارم کی خصوصیات اور فوائد
-
اولمپس گیٹ انٹیگریٹی بیٹنگ لنک کی خصوصیات اور فوائد