اسلام آباد۔27دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د پیپلز پارټي مشرې او پخوانۍ وزیراعظمې شهیدې محترمه بینظیر بھټو ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي هغې د جمهوریت بحالۍ لپاره د خپل ځان قرباني وركړې ۔ د محترمه بے نظیر بھټو 17 تلين په موقع خپل پیغام كښې ده ووئېل شهیده بینظیر بھټو به د جمهوریت نړيوالې علمبردارې په توګه عمر له ياد ساتلې شي ، هغې د مسلمانې نړۍ د وړومبۍ مېرمنې وزیراعظمې او د مخالفې ډلې د وړومبۍ مېرمنې لارښودې اعزاز لرلو ۔ سردار ایاز صادق ووئېل شهیدې محترمه بینظیر بھټو پخپلو هلو ځلو مېرمنو ته د هېواد په سياست كښې د مثبت کردار ادا کولو حوصله وركړې،میثاق جمهوریت د میاں محمّد نواز شریف او شهيدې محترمه بینظیر بهټو د هڅو نتيجه ده ۔ ده ووئېل میثاق جمهوریت د 1973 آئین د خپل روح تر مخه بحالولو کښې مهم کردار ادا کړے ،د دغې تر مخه آئین كښې 18 م او 26 م آئیني بدلونونه وكړے شول۔ د ده وېنا وه شهیدې محترمه بینظیر بھټو د جمهوریت بحالۍ او د آئین و پارلیمان بر لاسي له د قدر وړ خدمات تر سره كړي،هغې د وروستو پاتي طبقو په خاص توګه د ماشومانو او مېرمنو په مؤثر ډول نمائندګي كړې۔دغسې سپیکر هېواد د بحرانونو څخه ويستلو لپاره د شهیدې محترمه د مفاهمت په نقش قدم د تللو په ضرورت زور راوړو ۔
متعلقہ مضامین
-
Man dies after being hit by train
-
HRCP offers mixed review of human rights in Pakistan
-
Taxation, corruption and development
-
Husband axes his wife to death
-
Imran announces to show money trail of London flat, Bannigala residence in SC
-
Cricket has never seen a better captain than Imran Khan: Wasim Akram
-
Nawaz-led meeting discusses Dawn Leaks
-
Govt wants removal of DG ISPR, military wants removal of Nisar: Sheikh Rasheed
-
Pakistan Army committed to working with govt to strengthen democratic process: DG ISPR
-
CJP takes notice of chopping off workers hand
-
Millions of Pakistanis receive blasphemy warning texts
-
Off-duty soldier killed in IHK