اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزېب وئېلي دي امريكا د پاكستان لويې شراكتدار او د پاكستان برآمدات په اړه مهم هېواد دے۔ده دا خبره د زيارت په ورځ په امريكا كښې د پاكستان سفير رضوان سعيد شيخ سره ملاقات كښې كړې۔د ملاقات مقصد د پاكستان او امريكا دوه اړخيزه اړيكو په خاص توګه تجارت٬سرمايه كارۍ او معاشي مرستې په څانګو كښې د پېشرفت جاج اخستل وو۔په ملاقات كښې د پاكستان او امريكې ترمينځه د شراكتدارۍ په اهميت زور راوړلے شو او د دې خبرې اعتراف وكړے شو چې امريكا د پاكستان تر ټولو لويې تجارتي شراكتدار او برآمدي منډۍ ده۔د خزانې وزير او په امريكا كښې د پاكستان سفير د اقتصادي سفارتكارۍ لا زياتولو او شريكو كاروباري پروژو او د معاشي مرستې د نوو موقعو لټون له د عزم پخلے وكړو ۔په ملاقات كښې ووئېل شول په هېواد كښې كلي معيشت مستحكم شوے٬مهمو معاشي اشارو كښې ښه والے راغلے٬د خزانې وزير او په امريكا كښې د پاكستان سفير دواړو د دې موقعو څخه د بشپړه ګټې پورتې كولو ته اتفاق وكړو
متعلقہ مضامین
-
Man dies after being hit by train
-
HRCP offers mixed review of human rights in Pakistan
-
Taxation, corruption and development
-
Husband axes his wife to death
-
Imran announces to show money trail of London flat, Bannigala residence in SC
-
Cricket has never seen a better captain than Imran Khan: Wasim Akram
-
Nawaz-led meeting discusses Dawn Leaks
-
Govt wants removal of DG ISPR, military wants removal of Nisar: Sheikh Rasheed
-
Pakistan Army committed to working with govt to strengthen democratic process: DG ISPR
-
CJP takes notice of chopping off workers hand
-
Millions of Pakistanis receive blasphemy warning texts
-
Off-duty soldier killed in IHK