اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې سرمايه كارۍ لپاره دې داسې اهداف وټاكلې شي د كومو ترلاسه كول چې زر تر زره ممكن وي٬كوټلې ماركيټنګ د بهرني سرمايه كارو مائل كولو لپاره ضرورې دې٬په هېواد كښې د كاروباري سهولت مركزونو زر تر زره بشپړولو او د كاروبار لپاره ښه ماحول رامخې ته كولو له دې په رېګولېټري اصلاحاتو كار تند كړې شي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ د اړخه د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د بورډ آف انوېسټمنټ ترمخه روانو پروژو او بېل اقداماتو پېشرفت په اړه د جاج اخستلو غونډه وشوه۔ وزيراعظم په هېواد كښې د كاروباري سهولت مركزونو زر تر زره بشپړولو او د كاروبار لپاره ښه ماحول رامخې ته كولو له په رېګولېټري اصلاحاتو دكار تندولو سپارښتنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل نړيوالو سرمايه كارو سره د بي ټي بي لوظ نامو بشپړولو او لاس ليك شوي مفاهمتي يادښتونو ته عملي شكل وركولو له دې كوټلې روډ ميپ جوړ كړې شي۔ ده ووئيل سرمايه كارۍ لپاره دې داسې اهداف مقرر كړی شي د كومو ترلاسه كول چې زر تر زره ممكن وي٬ كوټلې ماركيټنګ د بهرني سرمايه كارو مائل كولو لپاره ضرورې دې۔وزيرعظم ته په بريفنګ كښې ووئيل شو چې د 35 خ??وص?? اقتصادي زونز جيوګرافيكل ??نفارمېشن سسټم د لارې سروے شوې۔ خ??وص?? اقتصادي زونز كښې د روانو پروژو په اړه پېشرفت تندولو له ډېټا شته٬د خ??وص?? اقتصادي زونز لا فعاله كولو لپاره 18 نكاتي پلان جوړ شوې ګڼ شمېر چينائي كمپنو سره بي ټي بي لوظ نامې شوي او د 70 ملين ډالر ماليت مفاهمتي يادښتونه لاس ليك شوي۔په غونډه كښې د آسان كاروبار اېكټ 2024 ??ه اړه تجويزونه وړاندې كړې شول۔ غونډه كښې د نج??ارۍ وفاقي وزير عبدالعليم خان او اړوندو اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔
متعلقہ مضامین
-
Japanese envoy inaugurates girls school in Swabi
-
Pakistan wants non-discriminatory approach on NSG expansion
-
US, India call upon Pakistan to do more
-
RCB disconnects 180 illegal water connections
-
Starburst Entertainment آفیشل ویب سائٹ تفصیلات
-
گولڈن جیم انٹرٹینمنٹ آفیشل لنک
-
Baccarat سرکاری کھیل کی ویب سائٹ اور آن لائن کھیلنے کے فوائد
-
صبا اسپورٹس آفیشل ایپ ڈاؤن لوڈ لنک اور اس کی خصوصیات
-
ریسٹورانٹ کریز انٹرٹینمنٹ ٹرسٹڈ ویب سائٹ کا تعارف
-
ایس بی او اسپورٹس ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ ایپ: ایک جدید ترین پلیٹ فارم
-
یورپی بلیک جیک ایماندار تفریحی ویب سائٹ: محفوظ اور پرلطف کھیل کا تجربہ
-
Futong Electronics Integrity Entertainment Entrance: ٹیکنالوجی اور تفریح کا نیا دور