اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د عوامي نېشنل ګوند مشر ايمل ولي خان ملاقات کړې۔د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د لوئر کرم په بګن تحصيل كښې په سرکاري ګاړو د ډزو پېښي غندنه كړي او د كرم ډپټي کمشنر او نورو ژوبل شويو كسانو سره ئې د يووالي څرګندونه كړي۔په دې موقع د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ووئيل د هېواد ??ښم??ه قوتونه د ډزو كولو سره اصل كښې د امن لوظنامي ته زيان رسول غواړي ،په سرکاري ګاړو بريد كول د بزدله ??ښم?? ناوړه سازش دے،كوم به چې ناکامه كېږي۔ محسن نقوي ووئيل د کے پي کے حک??مت سره رابطه كښې يو،د كرم ژوبل شوې ډپټي کمشنر له د درملني ښه آسانۍ وركړې كېږي،ډپټي کمشنر د چورلكي د لارې د پېښور سي ايم ايچ ته رسولې شوي،د كرم ژوبل شوي ډپټي کمشنر کرم ځان تر ټولو عزيز دے??ده ووئيل د سک??ور??ي فورسز او امن جرګې مخلصانه هڅو قدر كوو??ده ووئيل د ګرينډ جرګې د ټولو مشرانو مننه كوو،د وګړو د ځان او مال تحفظ لپاره به د کرم امن لوظنمامې ښه نتيجې رامخې ته شي??ده ووئيل پېښور كښثې د ايپکس کمېټۍ په غونډه كښې كوټلي امن باوري كولو له مهمي پريكړې شوي،په هغه پريكړو عمل درآمد سره به سيمه كښې د كوټلي امن لاره سمه شي۔دواړو لارښودو د خوارجي تره هكرو په ضد د سک??ور??ي فورسز کارروائۍ وستائلي۔محسن نقوي او ايمل ولي خان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ وفاقي وزير ووئيل شهيدانو لوئ قربانۍ وركړي كومي چې د ه يرولو نه دتي،قرباني وركونكو شهيدانو ته سلام كوو۔په دې موقع د عوامي نېشنل ګوند مشر ايمل ولي خان ووئيل شهيدانو په خپله وينه امن بحال كړې،د پاکستان په خاطر د خپلو ځانونو قرباني وركونكي د قوم اتلان دي۔ ملاقات كښې د هېواد په سياسي او مجموعي صورتحال او د خېبرپښتونخوا په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې په كرم كښې امن باوري كولو له په اقداماتو هم خبري اتري وشوي۔
متعلقہ مضامین
-
Japanese envoy inaugurates girls school in Swabi
-
Pakistan wants non-discriminatory approach on NSG expansion
-
US, India call upon Pakistan to do more
-
RCB disconnects 180 illegal water connections
-
Starburst Entertainment آفیشل ویب سائٹ تفصیلات
-
گولڈن جیم انٹرٹینمنٹ آفیشل لنک
-
Baccarat سرکاری کھیل کی ویب سائٹ اور آن لائن کھیلنے کے فوائد
-
صبا اسپورٹس آفیشل ایپ ڈاؤن لوڈ لنک اور اس کی خصوصیات
-
ریسٹورانٹ کریز انٹرٹینمنٹ ٹرسٹڈ ویب سائٹ کا تعارف
-
ایس بی او اسپورٹس ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ ایپ: ایک جدید ترین پلیٹ فارم
-
یورپی بلیک جیک ایماندار تفریحی ویب سائٹ: محفوظ اور پرلطف کھیل کا تجربہ
-
Futong Electronics Integrity Entertainment Entrance: ٹیکنالوجی اور تفریح کا نیا دور