اس??ام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اېف ايټ ايكسچينج چوك انټرچينج او سرينه چوك انټرچينج پراجيكټس سمدستي دوره وكړه او د دواړه ميګا پراجيكټس تعميراتي كارونو پيش رفت جاج ئې واخست۔د كورنيو چارو وزير تيره شپه ناوخته د خپلي دورې په مهال د اېف ايټ ايكسچينج چوك فلائي اوور او سرينه چوك انټرچينج انډر پاسز روان تعميراتي هلو ځلو جاج واخست۔د كورنيو چارو وزير اېف ايټ ايكسچينج چوك انټرچينج په 42 ورځو ريكارډ موده كښې د بشپړ شوي انډر پاس هم څارنه وكړه۔ده د انډر پاس اړخونو ته هارټيكلچر لپاره احكامات جاري كولو سره د پراجيكټس په ډيډ لائن كښې د بشپړولو سپارښتنه وكړه۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل انډر پاس 42 ورځو كښې بشپړ شوې۔ محسن نقوي مقرره كار په وخت بشپړولو ورك فورس له شاباشې وركولو سره ووئيل په دواړو منصوبو دې په درې شفټونو كښې كار روان وساتلے شي۔د كورنيو چارو وزير د شپې په شفټ كښې اضافي ورك فورس لګولو سپارښتنه وكړه۔ محسن نقوي ووئيل سرينه هوټل ته د داخليدو لپاره دې هم پلان ترتيب كړې شي دغسې چې ميلمانه او مسافر د غير ضروري زحمت څخه ب?? كړې شي۔د كورنيو چارو وزير سپارښتنه وكړه چې سرينه چوك انټرچينج حدود كښې دې لوئ قومي بيرغ ولګولې شي۔ده ووئيل فروري مياشت كښې اېف ايټ ايكسچينج چوك انټرچينج دې بشپړ كړې شي۔په دې موقع د اس??ام آباد ډپټ?? كمشنر عرفان نواز ميمن او كنټريكټرز د دواړو پراجيكټس پيش رفت په اړه د كورنيو چارو وزير خبر كړو۔
متعلقہ مضامین
-
Japanese envoy inaugurates girls school in Swabi
-
Pakistan wants non-discriminatory approach on NSG expansion
-
US, India call upon Pakistan to do more
-
RCB disconnects 180 illegal water connections
-
Starburst Entertainment آفیشل ویب سائٹ تفصیلات
-
گولڈن جیم انٹرٹینمنٹ آفیشل لنک
-
Baccarat سرکاری کھیل کی ویب سائٹ اور آن لائن کھیلنے کے فوائد
-
صبا اسپورٹس آفیشل ایپ ڈاؤن لوڈ لنک اور اس کی خصوصیات
-
ریسٹورانٹ کریز انٹرٹینمنٹ ٹرسٹڈ ویب سائٹ کا تعارف
-
ایس بی او اسپورٹس ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ ایپ: ایک جدید ترین پلیٹ فارم
-
یورپی بلیک جیک ایماندار تفریحی ویب سائٹ: محفوظ اور پرلطف کھیل کا تجربہ
-
Futong Electronics Integrity Entertainment Entrance: ٹیکنالوجی اور تفریح کا نیا دور