اسلام آباد۔27 دسمبر(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د پاكستان حكومت هېواد څخه د بشري قاچاق په بشپړه توګه د ختمولو عزم لري٬ په يوه اونۍ كښې دې په بشري قاچاق كښې ككړ كسان ونيولې شي او د هغوي په ضد دې قانوني كارروائي وكړې شي٬ د داخله وزير په مشرۍ كښې دې د قاچاق مسئلې تلپاتي حل لټولو له كمېټي جوړه كړې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې هېواد كښې د بشري قاچاق مخنيوي له د جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د روانې مياشتې په مهال يونان ته نزدې د وطن پرېښودونكو كشتۍ ته ورمخې ته شوې پیښه بندې د مشتاق سكھيرا په مشرۍ كښې د جوړې كړې كمېټۍ رپورټ وړاندې كړے شو۔ وزيراعظم د بشپړ رپورټ په مرتب كولو د مشتاق سكھيرا مننه وكړه۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې په يوه اونۍ كښې دې بشري قاچاق كښې ككړ كسان ونيولې شي او د دوئي په ضد دې قانوني كارروائي وكړې شي۔ وزيراعظم په بشري قاچاق كښې د ككړو په ضد د استغاثې عمل لا فعاله كولو هدايت وكړو۔ وزیراعظم پوښتنه وكړه چې په بشري قاچاق كښې د ككړو كسانو سهولت كارو سركاري چارواكو په ضد تر دې دمه تاديبي كارروائي ولې ونكړې شوه؟ وزیراعظم هدایت وكړو چې بهر هېوادونو ته تلوونكو ټولو وګړو لپاره دې د وېزې كره كتنه او نور قواعد او ضوابط فعاله كړې شي٬ حكومت هېواد څخه د بشري قاچاق بشپړه خاتمې له لوظي دے۔ وزیراعظم د داخله وزير په مشرۍ كښې د بشري قاچاق مسئلې حل لټولو له د كمېټۍ جوړولو هدايت هم وكړو۔ په غونډه كښې بشري قاچاق په ضد د پورته كړے شوو ګامونو په اړه وزيراعظم ته بريفنګ وركړو۔ په غونډه کښې د روانې مياشتې په مهال یونان ته نزدې د وطن پرېښودونكو د کشتی پېښه كښې د مړو شوو پاكستانيانو شناخت او د هغوی مړي وطن ته رارسولو كښې په شوي پېشرفت بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه کښې د اقتصادي چارو وفاقي وزیر احد خان چیمه، د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطا تارړ، خصوصی مرستیال طارق فاطمی او د اړوندو ادارو نور اعلی چارواكي موجود وو۔
متعلقہ مضامین
-
Man dies after being hit by train
-
HRCP offers mixed review of human rights in Pakistan
-
Taxation, corruption and development
-
Husband axes his wife to death
-
Imran announces to show money trail of London flat, Bannigala residence in SC
-
Cricket has never seen a better captain than Imran Khan: Wasim Akram
-
Nawaz-led meeting discusses Dawn Leaks
-
Govt wants removal of DG ISPR, military wants removal of Nisar: Sheikh Rasheed
-
Pakistan Army committed to working with govt to strengthen democratic process: DG ISPR
-
CJP takes notice of chopping off workers hand
-
Millions of Pakistanis receive blasphemy warning texts
-
Off-duty soldier killed in IHK