پېښور 29 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی ولی باغ چارسده كښې د عوامی نېشنل ګوند صدر ایمل ولی خان، میاں افتخار حسین او نورو لارښودو سره ملاقات کړې۔ ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا په سیاسی صورتحال او امن و امان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع کرم ایجنسۍ د امن په خراب صورت حال د دواړو ګوندونو قیادت د اړخه په سخت تشویش څرګندونه وشوه۔د خېبر پښتونخوا ګورنر د عوامی نېشنل ګوند قیادت په 05 دسمبر ګورنر هاؤس پېښور كښې رابللې شوي آل پارټیز کنفرنس كښې د شمولیت بلنه وركړه۔ ده ووئيل د صوبې د حقونو ترلاسه كولو او م??ئلو حل لپاره سیاسی ګوندونه او قیادت په يو پلیټ فارم راجمع كولو ته اړتيا ده دغسې چې خپله شريكه مقدمه جوړولو سره وفاق ته وړاندې كړي۔ده ووئيل د صوبې حقونو، امن بحالولو او د پرمختګ مشن ترلاسه كولو له رابللې شوي آل پارټیز کنفرنس لپاره به پخپله د سیاسی قیادت خوا له ځم۔د عوامی نېشنل ګوند قیادت د خېبرپښتونخوا ګورنر جذبه او هڅه ستائلو سره په دې اړه آل پارټیز کنفرنس كښې د بشپړه ګډون او هرممکن مرستي باور وركړو۔ د پاکستان پیپل?? ګوند صوبائی صدر محمد علی شاه باچا، پخوانې صدر نجم الدین خان او پخوانې وفاقی وزیر ساجد حسین طوری هم په دې موقع موجود وو
متعلقہ مضامین
-
Japanese envoy inaugurates girls school in Swabi
-
Pakistan wants non-discriminatory approach on NSG expansion
-
US, India call upon Pakistan to do more
-
RCB disconnects 180 illegal water connections
-
Starburst Entertainment آفیشل ویب سائٹ تفصیلات
-
گولڈن جیم انٹرٹینمنٹ آفیشل لنک
-
Baccarat سرکاری کھیل کی ویب سائٹ اور آن لائن کھیلنے کے فوائد
-
صبا اسپورٹس آفیشل ایپ ڈاؤن لوڈ لنک اور اس کی خصوصیات
-
ریسٹورانٹ کریز انٹرٹینمنٹ ٹرسٹڈ ویب سائٹ کا تعارف
-
ایس بی او اسپورٹس ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ ایپ: ایک جدید ترین پلیٹ فارم
-
یورپی بلیک جیک ایماندار تفریحی ویب سائٹ: محفوظ اور پرلطف کھیل کا تجربہ
-
Futong Electronics Integrity Entertainment Entrance: ٹیکنالوجی اور تفریح کا نیا دور