لاهور۔29دسمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپر??نو وفاقي وزیر عطاﺀ تارړ د خیبر پښتونخوا حکومت د کارکردګۍ په اړه وائټ پېپر جاري كولو سره وئيلي چې په كے پي كے كښې اولسي مسئلو ته د چا هم پام نشته٬ د پي ټي آئي حكومت په صوبه كښې كرپشن ته له ودې وركولو پرته بل څه نه دي کړې۔ د اتوار په ورځ دلته ماډل ټاون کښې د پرېس کنفرنس په مهال وفاقي وزیر وویل چې د عوامي مېنډېټ له مخې وفاق کښې ګډ حکومت رامنځته شو، په پنجاب کښې مسلم لیګ (ن)، خېبر پښتونخوا كښې تحریک انصاف، سندھ او بلوچستان كښی پیپلز ګوند ته پاكستاني اولس مېنډېټ وركړو٬ سیاسي ګوند??نو اولس ته باور ورکړو چې د هغوي د مسئلو حل مونږ سره دے۔ د هر سیاسي ګوند په منشور كښې د اولس مسئلو ته خاص پام ګرځولے شي۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د پي ټي آئي د حكومت 11 كاله شوي دي٬ په خېبر پښتونخوا كښې مالي بدعنواني او بد نظمي زیاته شوې ٬ په كے پي كے كښې د 152 اربه روپو بې ضابطګۍ وشوې۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا حكومت خزانې څخه په ارب??نو روپۍ په سوشل ميډيا پروپېګنډې لپاره مصرف كولې شي او سوشل میډیا ته ادائيګي د فرضي كمپنيو په نوم كيږي۔ ده ووئيل د كے پي كے حكومت مجموعي خساره 725 اربه روپۍ ده په كومه كښې چې د 51 كروړه روپو مشكوك ادائيګي شوې ده٬ د قرض بوج 75 اربه روپۍ دے٬ كه په خساره قابو ونه موندلے شي نو تر كال 2030 به دا 2555 روپۍ ته ورسي۔ وفاقي وزير ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې ګډ ګورننس او مالياتي نظام ته اړتيا ده ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف حكومت هېواد ډيفالټ كېدو څخه بچ كولو سره معاشي ثبات پلو راوستلو٬ ??ېر كال ګراني 32 فیصد وه كومه چې 4 فيصد ته راغلې ده۔ ده ووئيل په ټول هېواد كښې د خوراك څښاك څيز??نو بيعې ټيټې شوي دي دي په كے پي كے كښې ولې ټيټې شوې نه دي؟ ده ووئيل د خېبر پښتونخواہ حکومت ټول پوهنتونونه اېچ اي سي څخه ويستلو سره د وزيراعلی ماتحت كړل٬ په صوبه كښې د زده كړو څانګې ته زيان ورسولې شو ٬ په خېبر پښتونخوا كښې استاذانو ته تنخاګانې وركولې نه شي هغوي په سړك??نو دي۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د خبريالانو په ضد كارروائي وكړې شوه۔ ده ووئيل د صوبې تر ټولو لوئے دښمن علی امین ګنډاپور او دده د ګوند مشرتابه ده٬ تر كومې چې دا صورتحال سم شوے نه وي د صوبې اولس به سوكاله نه شي۔ ده ووئيل مونږ غواړؤ چې مذاكرات مخ په وړاندې لاړ شي٬ مونږ سياسي خلك يؤ په افهام او تفهيم باور لرؤ۔ ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې د پاكستاني اولس ??هت??ۍ له په ګډه كار وكړؤ٬ مونږ غواړؤ چې معاملات مخ په وړاندې لاړ شي او حل شي۔ ده ووئيل مونږ په خېبر پښتونخوا كښې د امن او روغتيا په شمول په ټولو څانګو كښې مرسته كولو له چمتؤ يؤ۔ ده ووئيل د مذاكراتو مقصد چاته ډھيل يا اېن آر او وركول نه دي بلكې په هېواد كښې سياسي ثبات راوستل دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پي ټي آئي سره مذاكرات لپاره كمېټي جوړه كړې شوې ده كومه به چې خبرې اترې كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Free books stall organised to promote book reading habit
-
Eight nursing schools upgraded to colleges
-
PIA and Air France planes clip wings at Toronto Airport
-
Cutting of trees on Canal Road: LHC seeks reply from PHAs DG
-
مقبول سلاٹ مشین ایپس ڈاؤن لوڈ یو آر ایل
-
پی جی الیکٹرانکس آفیشل ڈاؤن لوڈ ویب سائٹ کی مکمل رہنمائی
-
آن لائن گیم پلیٹ فارم اور ڈیٹا بیس ویب سائٹ کا پتہ
-
CQ9 الیکٹرانک انٹرٹینمنٹ ٹرسٹڈ اے پی پی: جدید ترین گیمنگ کا تجربہ
-
ڈائس ہائی اور لو انٹرٹینمنٹ پلیٹ فارم کا نیا دور
-
فروٹ کینڈی آفیشل انٹرٹینمنٹ لنک کی مکمل تفصیل
-
مہجونگ روڈ ایپ گیم پلیٹ فارم: نئی تفریح کا بہترین ذریعہ
-
وی آئی اے آن لائن ایپ گیم پلیٹ فارم : گیمنگ کا نیا تجربہ