اسلام آباد۔26دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئیلي دي چې قائد اعظم محمد علي جناح د پاکستان او ماؤزے تنګ د عصري چین بنياد اېښودلے٬ د پاکستان او چین تاریخي اړیکې د متقابل احترام او اعتماد په بنسټ جوړې شوې دي، د پاکستان او چین د ټولو موسمونو ستراتیژیک شراکت نوې بامونو ته رسي٬ د نړیوالې سولې او سوكالۍ لپاره پاکستان او چین یو ځاے کار کولے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د نوموړي چينايي هنرمند او مجسمه ساز ماسټر یوآن شیکم سره د ملاقات او په 25 دسمبر د قائد اعظم او په 26 دسمبر د ماؤزے تنګ د سالګرې مناسبت سره د هغوی د اسكلېچرز (مجسمو) نندارې او هغې څخه د پردې پورته کولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د چيئرمېن ماؤزے تنګ ورېره مادام ماؤ شياؤچنګ هم موجود وه۔ د ماسټر یوآن جوړې كړې شوې د قائد اعظم محمد علي جناح او چيئرمېن ماؤ زے تنګ مجسمو حوالې سره د ځانګړې دستورې اهتمام په 25 دسمبر د قائداعظم او په 26 دسمبر د ماؤزے تنګ سالګرې مناسبت سره وكړے شو۔ وزیراعظم پاکستان ته په راتللو ماسټر یوآن ته تود هركلے اووے۔ وزيراعظم د قائد اعظم او چیئرمین ماؤ د مجسمو په جوړولو د ماسټر یوآن مننه او د هغه د فن ستائنه وكړه۔ وزیراعظم وویل چې دا يوه تاريخي دستوره ده ٬ د دواړو لارښودو مجسمې د يوآن د مهارت او پوهې ښكاره ثبوت دي۔ ده وويل قائد اعظم د برصغیر پاک وهند د مسلمانانو مشري كولو سره د نوي اسلامي هېواد پاکستان بنياد كېښود۔ د عصري چين په بنياد اېښودلو كښې د چيئرمېن ماؤ مهم كردار ؤ۔ د چيئرمېن ماؤ زے تنګ عزت او احترام د هر پاکستانی په زړه کښې دے۔ وزیر اعظم وویل چې د پاکستان او چین ترمنځ تاریخي اړیکې د متقابل احترام او اعتماد په بنياد دي?? چین او پاکستان دواړه د پخواني تاریخي میراثونو ساتونکي دي۔ زموږ تمدنونه زرګونه کاله پخواني دي۔ ده وويل د روان کال جون مياشت كښې په شيان كښې كوټا واريئر موزیم ته لاړم كوم چې يوه تاريخي ورثه لري۔ ده ووئيل د پاکستان وادي سندھ د پخوانۍ تاریخ مسکن دے۔ په موهنجودړو او هړپه کښې زرګونه کاله پخوانے انساني تاریخ پټ پروت دے۔ ده وويل د چین د وزیر اعظم لی کی چیانګ د پاکستان د روان كال دورې سره د د دواړو هېوادونو مثالي اړيكې لا مستحكم شوې٬ د پاكستان او چين د ټولو وختونو ستراتیژیک شراکت نوې بامونو ته رسېدلي دي۔ د نړیوالې سولې او سوكالۍ لپاره پاکستان او چین په ګډه کار کولے شي۔ وزیراعظم شهباز شریف وویل د چین-پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې سره د دفاع ٬ دفاعي پېداوار او كركيلې په څانګو كښې همكاري لا پياوړې كيږي۔ پاكستان څخه د كركيلې په څانګه كښې د ګرېجوېټ اولنے بېج چينائي اېګرېكلچر پوهنتونونو كښې تربيه او تحقيق لپاره ډېر زر چين ته روانيږي۔ وزيراعظم د پاكستان د مؤسس قائد اعظم محمد علي جناح او د چيئرمېن ماؤ مجسمې قيمتي ډالۍ وګرځولې۔ ماسټر يوآن دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل پاكستان ته په راتللو ماته زياته خوشحالي شوې ده۔ قائد اعظم محمد علي جناح او چيئمېن ماؤزے تنګ ستر لارښود دي۔ د هغوي قدر او احترام زه د هغوي د مجسمو په جوړولو مجبور ك??م۔ ده ووئيل د سي پېك لس كلونو په بشپړ كېدو د دواړو لارښودو مجسمې جوړول ما لپاره د وياړ خبره ده۔ دې څخه وړاندې ده وزيراعظم شهباز شريف ته په خپل لاس جوړې كړې د دواړو لارښودو مجسمې د ډالۍ په توګه وړاندې كړې۔ په دستوره كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر عطاء تارړ، د وزیراعظم مرستیال طارق فاطمي، په پاکستان کښې د چین سفیر جیانګ ژی ډونګ، په چین کښې د پاكستان سفير خلیل هاشمي او نور اعلی چارواکي موجود وو۔
متعلقہ مضامین
-
Free books stall organised to promote book reading habit
-
Eight nursing schools upgraded to colleges
-
PIA and Air France planes clip wings at Toronto Airport
-
Cutting of trees on Canal Road: LHC seeks reply from PHAs DG
-
مقبول سلاٹ مشین ایپس ڈاؤن لوڈ یو آر ایل
-
پی جی الیکٹرانکس آفیشل ڈاؤن لوڈ ویب سائٹ کی مکمل رہنمائی
-
آن لائن گیم پلیٹ فارم اور ڈیٹا بیس ویب سائٹ کا پتہ
-
CQ9 الیکٹرانک انٹرٹینمنٹ ٹرسٹڈ اے پی پی: جدید ترین گیمنگ کا تجربہ
-
ڈائس ہائی اور لو انٹرٹینمنٹ پلیٹ فارم کا نیا دور
-
فروٹ کینڈی آفیشل انٹرٹینمنٹ لنک کی مکمل تفصیل
-
مہجونگ روڈ ایپ گیم پلیٹ فارم: نئی تفریح کا بہترین ذریعہ
-
وی آئی اے آن لائن ایپ گیم پلیٹ فارم : گیمنگ کا نیا تجربہ