اسلام آباد۔25دسمبر(اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي وئيلي دي چې د پاکستان په جوړولو كښې د قائداعظم ابدي كردار د سنګ ميل حېثيت لري٬ د هغه په څير صادق او امين لارښود د هېوادونو تقدير بدلوي ٬ اتحاد ٬ ورورولي ٬ مذهبي زغم او يو بل سره په سولييز ډول پاتې كېدل د ننۍ ورځې پېغام دے۔ د شورؤ په ورځ د قائد اعظم د زېږېدنې ورځې په مو??عه خپل پېغام كښی وفاقي وزير ووئيل نن مو??ږ د اسلامي نړۍ مدبر او عظيم لارښود قائد اعظم محمد علي جناح ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ۔ محسن نقوي ووئيل اتحاد ٬ ورورولي ٬ مذهبي زغم او يو بل سره په سولييز ډول پاتې كېدل د ننۍ ورځې پېغام دے۔ ده ووئيل قائداعظم د اقليتونو په حقونو او د مذهبي آزادۍ په اهميت زور راوړو۔ ده ووئيل د قائد اعظم د نه ستړې كېدونكو هڅو له امله نن مو??ږ په آزاد وطن كښې ژوند كوؤ۔ ده ووئيل مو??ږ د پاكستان مؤسس ته د دې احسان بدله تر قيامته وركولې نه شوو۔ ده ووئيل مو??ږ له به د يو قام په حېث د قائد د لارښودنې په اصولو اتحاد، ایمان او نظم و ضبط عمل كول وي او هم دا قائد اعظم ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سمه طريقه ده۔ ده ووئيل د قائد اعظم په څير صادق او امين لارښود د هېوادونو تقدير بدلوي۔ ده ووئيل تلپاتي پرمختګ او د سوكالۍ منزل د قائداعظم په ارشاداتو عمل كولو سره ترلاسه كېدې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Free books stall organised to promote book reading habit
-
Eight nursing schools upgraded to colleges
-
PIA and Air France planes clip wings at Toronto Airport
-
Cutting of trees on Canal Road: LHC seeks reply from PHAs DG
-
مقبول سلاٹ مشین ایپس ڈاؤن لوڈ یو آر ایل
-
پی جی الیکٹرانکس آفیشل ڈاؤن لوڈ ویب سائٹ کی مکمل رہنمائی
-
آن لائن گیم پلیٹ فارم اور ڈیٹا بیس ویب سائٹ کا پتہ
-
CQ9 الیکٹرانک انٹرٹینمنٹ ٹرسٹڈ اے پی پی: جدید ترین گیمنگ کا تجربہ
-
ڈائس ہائی اور لو انٹرٹینمنٹ پلیٹ فارم کا نیا دور
-
فروٹ کینڈی آفیشل انٹرٹینمنٹ لنک کی مکمل تفصیل
-
مہجونگ روڈ ایپ گیم پلیٹ فارم: نئی تفریح کا بہترین ذریعہ
-
وی آئی اے آن لائن ایپ گیم پلیٹ فارم : گیمنگ کا نیا تجربہ