لاهور 22 دسمبر (??ے پي پي) وزيراعظم محمد ??هباز شريف د ورکنګ وومن د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې کردار ستائلو سره د دې عزم پخلے كړې چې پاکستان كښې به ميرمنو له د هېواد په پرمختګ كښې ښه کارکردګي او کردار ترسره كو??و له مساوي موقعې وركولې شي۔د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې ??يا?? له مخې د ورکنګ ويمن قومي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وزيراعظم ووئيل د ورکنګ ويمن په قومي ورځ مونږ د خپلې ټولني تعمير او د هېواد معاشي پرمختګ مخ په وړاندې بوتللو كښې د پاکستان ميرمنو مهم کردار او شرکت ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔ميرمني زمونږ د آبادۍ نيمه برخه ده او د هېواد سباؤن په جوړو كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي، لكه څنګه چې زمونږ د قوم باني قائد اعظم محمد ??لي جناح فرمائيلي ؤ چې ’’کوم هم قوم تر هغه وخت پرمختګ نه شي كولې تر څو چې ميرمني د هغې په شا ولاړي نه وي،نن مونږ د دې عزم پخلے كوو چې پاکستان كښې ميرمنو له به د هېواد په پرمختك كښې ښه کارکردګي او کردار ترسره كو??و له مساوي موقعې وركولې شي۔وزيراعظم ووئيل ميرمني د تعليم او صحت څانګو نه تر کاروبار او عوامي خذمت رسني بېلو څانګو كښې په قائدانه چوكو په زړه پوري خذمات ترسره كوي۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د ميرمنو مهم کردار منلو سره حکومت کار كونكو ميرمنو مرستي لپاره ځيني اقدامات کړې دي،چې پكښې ميرمنو كښې کاروباري صلاحيت ته ودي وركو??و لپاره ځوانانو له د سود نه غير قرضو وركول ، د ميرمنو د تعليم او لوبو پرمختګ لپاره انډومنټ فنډ جوړول شامل دي،د ميرمنو دوه ځائيزو ذمه وارو كښې د هغوي مرستي لپاره په ادارو كښې ډے کيئر مرکزونو جوړول د هر ادارے لپاره لازمي ګرځولې شوي۔وزيراعظم ووئيل مونږ د ميرمنو مهارت او قابليت زياتو??و له خصوصي تربيتي پروګرام هم پېل كړې،دغسې چې هغوي خپلواكه كړې شي او سرکاري او نجي ادارو كښې په اعليٰ چوكو فائز شي۔وزيراعظم ووئيل زمونږ حكومت د يو داسې سباؤن لپاره كار كوي چرته چې ميرمنو لپاره تر اعليٰ چوكو رسنه معمول جوړ شي۔وزير اعظم ووئيل راځئ چې كار كونكو ميرمنو ته پېښو چيلنجونو مخنيوي لپاره يو داسې ماحول وركړو چرته چې هغوي پرمختګ وكړي،د هغوي صلاحيتونه كارولو سره دا خبره باوري كړو چې ميرمني د پاکستان پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم کردار ترسره كړي۔
متعلقہ مضامین
-
پی ایس الیکٹرانک انٹرٹینمنٹ قابل اعتماد ویب سائٹ
-
Bilawal salutes armed forces efforts against terrorism
-
Security plan finalised for Muharram processions in Attock
-
The disabled should no longer be ignored: Marvi Memon
-
جی ڈبلیو لاٹری ایماندار تفریحی ویب سائٹ کی منفرد خصوصیات
-
لکی پگ آفیشل ڈاؤن لوڈ لنک اور مکمل معلومات
-
Tikigotti آفیشل گیم پلیٹ فارم ویب سائٹ کا سرشار تجربہ
-
CQ9 الیکٹرانک انٹرٹینمنٹ ٹرسٹڈ اے پی پی: جدید ترین گیمنگ کا تجربہ
-
Futong Electronics Integrity Entertainment Entrance: ٹیکنالوجی اور تفریح کا نیا دور
-
CQ9 الیکٹرانک انٹرٹینمنٹ ٹرسٹڈ اے پی پی: جدید ترین گیمنگ کا تجربہ
-
یورپی بلیک جیک ایماندار تفریحی ویب سائٹ: محفوظ اور پرلطف کھیل کا تجربہ
-
اولمپس گیٹ انٹیگریٹی بیٹنگ لنک کی خصوصیات اور فوائد