اسلام آباد۔16دسمبر (اے پي پي ) صدر آصف علي زرداري د سمندري وسائلو تحفظ او د بلیو اکانومي ودې لپاره سيمه كښې په شريكو هلو ځلو زور راوړولو سره وئېلي دي پاکستان د بحيره هند په سيمه كښې د سمندري مرستې ودې له لوظي دے۔ د ګل په ورځ د ایوانِ صدر پریس ونګ نه جاري بیان تر مخه صدر مملکت دا خبرې د بلیو اکانومي په مرسته درېم چین –بحيره هند سيمه ايز فورم ته ویډیو خطاب کښې وكړې ۔ د فورم تابيا د چین د نړيوال پرمختګ د مرستې ایجنسۍ د چین په کُن مِنګ ښار كښې كړې ده ۔ صدر مملکت ووئېل ماحولیاتي بدلون ، آلودګي او د ماحولیاتي نظام د تنزلۍ غوندې مسائلو حل کولو له پاکستان په بحري څانګه كښې د مرستې ودې لپاره ټول سټېك هولډرز سره د شراکت خوښي لري ۔ صدر مملکت ووئېل پاکستان غواړي چې زمونږ منطقه امن، د ترقۍ او د پائیدارۍ مركز شي ، د سباون نړيواله معاش?? ترقي په مشرقي هېوادونو به انحصار لري ۔ آصف علی زرداري ووئېل د نړۍ لويه آبادي چین او زمونږ د سيمې په نورو هېوادونو كښې مېشته ده ۔ ده ووئېل د سمندر نه په زړه پورې ګټه پورته ك??لو لپاره د اجتماعي هلو ځلو ضرورت دے ۔ صدر مملکت ویډیو پیغام كښې بحيره هند كښې ام??، ترقۍ او پائیدارۍ لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو ٬ ده ووئېل د پاک-چین اقتصادي راهدارۍ تر مخه ګوادر پورټ له ترقي وركړې كېږي۔ ده ووئېل ګوادر پورټ د سيمې په روابط مرکز بدلولې شي ، د ګوادر بندرګاہ نه به د تجارت او د سمندري اقتصاد?? ترقۍ وده رامخې ته شي ۔ صدر مملکت د پاکستان بلیو اکانومي پرمختګ لپاره د پاکستان هلې ځلې هم رامخې ته كړې ۔ صدر ووئېل د لیونګ انډس پروجیکټ غوندې پروژو مقصد د ماحولیاتي نظام تحفظ او د آلودګۍ مقابله کول دي۔ صدر مملکت د فورم اهداف كښې پائیدار پرمختګ ته د پام لرنې كولو په اړه د چین د هلو ځلو ستائنه وكړه ۔ صدر ووئېل د فورم په ایجنډا كښې د کار استعداد كښې اضافه او د جزائر شمولیت خوش آئند دے
متعلقہ مضامین
-
پی ایس الیکٹرانک انٹرٹینمنٹ قابل اعتماد ویب سائٹ
-
Bilawal salutes armed forces efforts against terrorism
-
Security plan finalised for Muharram processions in Attock
-
The disabled should no longer be ignored: Marvi Memon
-
جی ڈبلیو لاٹری ایماندار تفریحی ویب سائٹ کی منفرد خصوصیات
-
لکی پگ آفیشل ڈاؤن لوڈ لنک اور مکمل معلومات
-
Tikigotti آفیشل گیم پلیٹ فارم ویب سائٹ کا سرشار تجربہ
-
CQ9 الیکٹرانک انٹرٹینمنٹ ٹرسٹڈ اے پی پی: جدید ترین گیمنگ کا تجربہ
-
Futong Electronics Integrity Entertainment Entrance: ٹیکنالوجی اور تفریح کا نیا دور
-
CQ9 الیکٹرانک انٹرٹینمنٹ ٹرسٹڈ اے پی پی: جدید ترین گیمنگ کا تجربہ
-
یورپی بلیک جیک ایماندار تفریحی ویب سائٹ: محفوظ اور پرلطف کھیل کا تجربہ
-
اولمپس گیٹ انٹیگریٹی بیٹنگ لنک کی خصوصیات اور فوائد