اسلام آباد۔10جنوري (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان په سیئول كښې د ماسخوتن يوې خاص مېلمستيا اهتمام وكړو چې پكښې نومو??و د کوریا کاروباري شخصیات، سرمای?? کارو او د پاکستان ډونرز بللے شوي وو۔ د جم??ې په ورځ د جاري اعلامیه تر مخه دا مېلمستيا د سوئېلي كوريا درې ورځنۍ سرکاري دورې برخه وه ٬ د كومې مقصد چې د دواړو هېوادونو تر مينځه تجارتي او د سرمای?? کارۍ اړيكو له وده وركول دي ۔ دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزیر جام کمال خان پاکستان كښې په شته د سرمای?? کارۍ په پراخه موقعو رڼا واچوله ٬ په خاص توګه فوډ او د ایګریکلچر، ټیکنالوجي ، آئي ټي او د معدنیات څانګو كښې سرمای?? کاري او اسانيو په اړه ګدون كوونكې خبر كړے شول ۔ ده د پاکستان آزاد سرمای?? کارۍ نظام او د نړيوالو کاروباري ادارو لپاره د هېواد په سټریټجک اهمیت زور راوړو ۔وفاقي وزیر کورین سرمای?? کارو ته لاهور كښې د 26 نه تر 28 فروري 2025 په تابيا كېدونكې فوډ ایاګزیبیشن كښې د ګډون بلنه هم وركړه ۔ ده ووئېل دا نندارتون د کوریا کاروباري ادارو ته د پاکستان متحرک فوډ او ایګریکلچر مارکیټ كښې ممکنه مرسته او د سرمای?? کارۍ موقعو لټولو موقع وركوي ۔ده ووئېل د نن دا مېلمستيا پاکستان او د کوریا د مضبوطو اړيكو د جشن نمانځلو او د ژورې اقتصادي شراکت دارۍ ودې لپاره زمونږ د عزم تجدید دے۔ د دې نه وراندې په 9 جنوري وفاقي وزیر جام کمال خان او د سوئېلي كوريا د تجارت وزیر انکیو چیونګ د معاشي شراکت دارۍ په لوظنامه (اي پي اے) په رسمي توګه خبرې پېل كړي ۔ د لوظنامې مقصد د دوه اړخيزه تجارت پټ صلاحیت رامخې ته کول ، د کاروباري كسانو لپاره موق??ې پیدا کول او مختلف څانګو كښې اقتصادي مرسته مضبوطول دي ۔جام کمال خان ووئېل دا خبرې اترې د پاکستان او سوئېلي کوریا تر مينځه سټریټجک معاشي مرستې له د يو نوي دور پېل به ثابت شي۔
متعلقہ مضامین
-
PML-N’s Rana Sanaullah clinches Punjab Senate seat
-
Sindh govt, traders team up to curb fake news hurting economy
-
Sharjeel Memon condemns suspension of water treaty by India
-
Poliovirus detected in sewage samples from 18 districts including major cities
-
Operation Bunyān al-Marsūs: “We are not weak” — CM Maryam Nawaz praises armed forces
-
فینکس رائز آفیشل انٹرٹینمنٹ انٹرنس کا افتتاح
-
Captain's Bounty سرکاری تفریحی لنک
-
ٹین ٹائمز وکٹری آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ
-
Punjab govt set to build hospital on land of historic radio transmitter
-
Forces ready to respond to entire spectrum of threat: COAS
-
Sindh CM visits several rain affected areas of Karachi
-
Road accident claims two lives