اسلام آباد۔9جنوری(اے پی پی) دمنصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقب??ل د انډونيشيا د صدر پرابوو سوبیانتو د پاكستان اولنۍ سركاري دورې څخه وړاندې د پاكستان او انډونيشيا ترمينځه د همكارۍ او تجارت ودې سره اړوندې د وزيراعظم لخوا تشكيل كړې شوې كمېټۍ غونډې مشري وكړه۔ په غونډه كښې د اېس آئي اېف سي سېكرټري ٬ د كامرس وزارت ٬ د خز??نې وزارت ٬ د خارجه وزارت او د منصوبه بندۍ وزارت اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په جكارته كښې تعينات د پاكستان سفير د وېډيو لنك دلارې په غونډه كښې خصوصي ګډون كولو۔ په غونډه كښې د انډونيشيا د صدر پاكستان ته په دوره راتللو څخه وړاندې د دواړ?? هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې همكارۍ او تجارت ته وده وركولو له په مختلفو وړاندېزونو غور وكړے شو۔ په دې موقعه احسن اقبال په خپلو خبرو كښې ووئيل د انډونيشيا صدر په اولني ځل د پاكستان دوره كوي كومه چې دواړ?? هېوادونو لپاره زياته مهمه ده۔ ده ووئيل دا دوره به كه پاك پروردګار ته منظور وي پاكستان لپاره د تجارت نوې موقعې رامخې ته كړي او دوه اړخيزه اړيكو سره سره اقتصادي او تجارتي همكارۍ ته به خاص پام ګرځولې شي۔ وفاقی وزیر په غونډه كښې چارواكو ته امر وكړو چې د دواړ?? هېوادونو ترمينځه تجارت?? اړيكو ته وده وركولو له دې كوټلي وړاندېزونه مرتب كړې شي۔ احسن اقبال ووئيل د دواړ?? هېوادونو ترمينځه د تعليم ٬ آئي ټي او سېلګرۍ په څانګو كښې همكاري زياتولو ته اړتيا ده۔ ده د انډونيشيا د حج انتظاماتو هم ستائنه كولو سره ووئيل د انډونیشیا حکومت هر ك??ل د حج په زړه پورې انتظامات كوي او مونږ له به په دې لړ كښې هغوي څخه زده كړه كول وي۔ د غونډې په پايه كښې وفاقي وزير اړوندو وزارتونو ته هدايت وكړو چې د انډونيشيا صدر د پاكستان دورې څخه وړاندې دې ټولو وړاندېزونو او اقداماتو ته حت??ي شكل وركړے شي۔
متعلقہ مضامین
-
آن لائن ڈیٹا بیس آفیشل انٹرٹینمنٹ اینٹرنس
-
Helicopter crash in Tarbela kills army officer
-
PM chairs NEC meeting through video link from London
-
Death of 17 people in snowfall related incidents
-
Eight Pakistani sites to be added to UNESCOs World Heritage Sites
-
ورچوئل رئیلٹی لاٹری گیم کی آفیشل ویب سائٹ کے بارے میں مکمل معلومات
-
صبا اسپورٹس ہونسٹ انٹرٹینمنٹ انٹری کا نیا دور
-
Futong Electronics Integrity Entertainment Entrance: ٹیکنالوجی اور تفریح کا نیا دور
-
ڈریگن ہیچنگ 2 آفیشل گیم پلیٹ فارم کی مکمل تفصیلات
-
TP کارڈ گیم ایپ کا آفیشل ویب سائٹ: ڈاؤن لوڈ اور تفصیلات
-
سابا سپورٹس ایپ اور ویب سائٹ: کھیلوں اور تفریح کا بہترین پلیٹ فارم
-
بی ایس پی کارڈ گیم ایپ: تفریح اور انٹرٹینمنٹ کا بہترین پلیٹ فارم