اسلام آباد 02 دسمبر(اے پی پی)وفاقي كابينې د تشدد او انتهاخوښۍ مخ نيوي له د قامي پالېسۍ 2024 منظوري وركړې او كابينې د اړوند وزارت او عدالتي احكاماتو په رڼا كښې د خاص عدالتونو د حدود/د كار دائره كښې د بدلو??٬س??يشل كورټس(كسټمز٬ ټيكسيشن اينډ اينټي سمګلنګ)كوئټه او خضدار له د كار دائره كښې د بدلون او ايډېشنل سيشن ججز له او اړوندو عدالتونو له د لائرز ويلفيئر اينډ پروټيكشن ايكټ 2023 له مخې د مقدمو اورېدو اختيار وركولو منظوري وركړې ده ۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آف?? مېډيا ونګ لخوا جاري شوي پرېس رېليز له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔وفاقي كابينې د تجارت وزارت په سفارش د مونو سوډيم ګلوټاميټ(اجينو موتو)د درآمد نه د بندېز پورته كولو په اړه د سپريم كورټ آف پاكستان په پريكړه د نظرثانۍ درخواست دائر كولو منظوري وركړه ۔دا پريكړه د پوهانو د هغه خاص كمېټۍ رپورټ په رڼا كښې شوی كومه چې د وزيراعظم آف?? په هدايت د مونو سوډيم ګلوټاميټ په انساني صحت د اثرات معلومولو لپاره جو??ه كړې شوې وه۔دې كمېټۍ په خپل رپورټ كښې مونو سوډيم ګلوټا ميټ د انسان روغتيا لپاره محفوظ ګرځولې ۔په دې كمېټۍ كښې د پاكستان سائنټيفك اينډ انډسټريل ريسرچ٬نېشنل ايګريكلچر ريسرچ سينټر٬نېشنل يوني??رس??ي آف سائنسز اينډ ټېكنالوجي٬انسټي ټيوټ آف فوډ اينډ نيوټريشنل سائنسز٬قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزارت٬د پاكستان سټينډرډ اينډ كوالټي كنټرول اتهارټي او سرمايه كارۍ بورډ استازي شامل وو۔وفاقي كابينې د تعليم او فني تربيت وفاقي وزارت په سفارش يوني??رس??ي آف كيمبرج٬سينټ انټونيز كالج يوني??رس??ي آف آكسفورډ٬يوني??رس??ي آف جارډن٬پيكنګ يوني??رس??ي چين٬يوني??رس??ي آف هائيډل برګ جرمني كښې پاكستان چيئرز په اړه د مفاهمتي يادښتونو د تجديد منظوري وركړه
متعلقہ مضامین
-
آن لائن ڈیٹا بیس آفیشل انٹرٹینمنٹ اینٹرنس
-
Helicopter crash in Tarbela kills army officer
-
PM chairs NEC meeting through video link from London
-
Death of 17 people in snowfall related incidents
-
Eight Pakistani sites to be added to UNESCOs World Heritage Sites
-
ورچوئل رئیلٹی لاٹری گیم کی آفیشل ویب سائٹ کے بارے میں مکمل معلومات
-
صبا اسپورٹس ہونسٹ انٹرٹینمنٹ انٹری کا نیا دور
-
Futong Electronics Integrity Entertainment Entrance: ٹیکنالوجی اور تفریح کا نیا دور
-
ڈریگن ہیچنگ 2 آفیشل گیم پلیٹ فارم کی مکمل تفصیلات
-
TP کارڈ گیم ایپ کا آفیشل ویب سائٹ: ڈاؤن لوڈ اور تفصیلات
-
سابا سپورٹس ایپ اور ویب سائٹ: کھیلوں اور تفریح کا بہترین پلیٹ فارم
-
بی ایس پی کارڈ گیم ایپ: تفریح اور انٹرٹینمنٹ کا بہترین پلیٹ فارم