اسلام آباد۔24دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د دې عزم پخلے كړے دے چې د پاكستان په ضد ناوړه سازشونه به ناكامه كوؤ ٬ د اتومي پروګرام به كومه سودا كولې نه شي٬ قامي يووالي ته وده وركولو له به پي ټي آئي سره اخلاص سره خبرې كوؤ٬ هيله ده چې پي ټي آئي سره مذاكرات كاميابېدو سره به هېواد كښې امن او معاشي استحكام راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د كابينې غونډه كښې خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د تېرو څو مياشتو په مهال په ترهګر بريدونو كښې زياتوالې شوې۔ څو ورځې وړاندې د خوارجو په بريد كښې 17 ځوانان شهيدان شول۔ وز??را??ظم د كابينې په غونډه كښې د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ وز??را??ظم په نېشنل ډیفنس کمپلېکس او نورو دفاعي ادارو بندېزونه جواز نه لرونكي ګرځولو سره ووئيل چې د پاكستان اتومي پروګرام جارحانه نه دے٬ دا 100 فيصده د پاكستان دفاع او ډيټرنس لپاره دے۔ پاكستان د چا په ضد جارحانه عزائم نه لري۔ خارجه دفتر په دې لړ كښې ټولشموله او بشپړ ځواب وركړے دے۔ دا خبره ښكاره ده چې دا پروګرام د 24 كروړه اولس دے او مونږ دا مونږ ته له هر څه زيات عزيز دے۔ د دې به كومه سودا كولې نه شي٬ ټول قام په دې يو موټے دے۔ وز??را??ظم پي ټي آئي سره د قامي اسمبلۍ سپيكر لخوا د خبرو اترو اقدام خوشبين ګرځولو سره وئيلي چې مشاورت سره په اسحاق ډار ٬ رانا ثناﺀ ٬ عرفان صديقي ٬ راجه پروېز اشرف ٬ نويد قمر ٬ ډاكټر مقبول صديقي ٬ عليم خان ٬ اعجاز الحق او خالد مګسي مشتمله كمېټي جوړه كړې ده۔ د قامي ګټو تقاضا دا ده چې مونږ دې ذاتي ګټې د قامي ګټو تابع كړؤ او ذاتي خوښې ناخوښې دې د قام لپاره قربان كړؤ۔ دا مقصد او هدف وړاندې اېښودلو سره چې كومې هم خبرې اترې كيږي هغې سره به هېود كښې قامي يووالي او بهتري رامخې ته شي۔ مونږ د چا په نيت شك نه ك??ؤ او هيله ه چې په ګډه داسې يو حل رامخے ته كړؤ كوم به چې د هېواد په ګټه كښې وي او دې سره به هېواد كښې لا معاشي استحكام راشي۔ ده ووئيل حكومت به اخلاص سره مخ په وړاندې ځي او هيله ده چې د بل اړخ څخه به هم د دې جذبې څرګندونه وكړې شي۔ وز??را??ظم د ترهګرۍ د پېښو ذكر كولو سره ووئيل تېرو ورځو كښې زمونږ امنيتي ځواكونو نور 8 خوارج ووژل او سپه سالار د ځوانانو ډاډګيرنې له خپله وانا ته لاړو۔ وز??را??ظم ووئيل تر كومې چې په هېواد كښې يو وارې بيا سر پورته كوؤنكې ترهګري ختمه نه شي زمونږ د هڅو مېوې به قام ته ترلاسه نه شي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ خ??مولو له به ټولو صوبو سره په ګډه وسائل كار??ؤ او تر كومې م?? چې د ترهګرۍ نوغې ويستلې نه وي مونږ ته به آرام رانشي۔ وزيراعظم په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې د ترهګرۍ د عواملو ذكر كولو سره ووئيل د پاكستان په ضد ناوړه سازشونه به ناكامه كولې شي۔ ده په پاړا چنار كښې فرقه وارانه تصادم د افسوس وړ ګرځولو سره ووئيل په دې تصادم كښې دواړو اړخونو ته قيمتي ځانونه ضائع شول۔ وزيراعظم په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه دا مرګ ژوبله روانه وه او صوبائي حكومت په اسلام آباد بريد كولو٬ كاش دوئي خپل وسائل او توان په پاړا چنار كښې مصرف كړے ؤ نو دومره زيان به شوے نه ؤ۔ وز??را??ظم كابينې ته ووئيل چې داخله وزير د خېبر پښتونخوا دوره كړې ده او هغه به د دغې ځاے په صورتحال د كابينې اعتماد ترلاسه كړي۔ وز??را??ظم ووئيل د ترهګرۍ ناسور به په ګډه ختم??ؤ او پاكستان به كه پاك پروردګار ته منظور وي پېښ?? چېلنجونو سره كاميابۍ سره بهر شي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد به زمونږ د امنيتي ځواكونو قربانۍ بې ځايه نه ځي۔ وزيراعظم په معاشي صورتحال د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل چې سټېټ بېنك پالېسي رېټ كمولو سره 13 فيصده كړې دې۔ ګراني 5 فيصده څخه كمه شوې ده او دا د كال 2018 څخه وروستو تر ټولو كمه ده۔ برآمدات پرله پسې زياتېږي ٬ ??رس??لات زر ٬ آئي ټي اېكسپورټس كښې هم زياتوالې كيږي٬ بنګله دېش سره يو نوے تعلق جوړېږي۔ وز??را??ظم کابینه په قاهره كښې د بنګله دېش ٬ اندونيزا او تركيه په شمول د بېلو هېوادونو مشرتابه سره په شوؤ ګټورو خبرو هم اعتماد كښې واخسته۔ وزیر اعظم ووئيل چې بنګله دېش د پاكستان د شپمنټ 100 فيصده چېكنګ ختم كړے دے۔ په ډھاکه ایئرپورټ د پاكستانيانو جلا سكريننګ هم ختم كړے شوے دے٬ زمونږ لخوا هم بنګله دېش سره په زړه پورې اقدامات كيږي۔ ده ووئيل د وريژو برآمد پېل شوے دے۔
متعلقہ مضامین
-
Fire and Roses Joker Official Entertainment Link Ka Taaruf
-
Mad Money Coaster سرکاری تفریحی لنک سے دولت کا سفر شروع کریں
-
Load-shedding reduces from 18 to six hours: minister
-
PM pays respect at Shah Hamadanis mausoleum
-
NEPRA to set up help desk to resolve public issues
-
Mamnoon condemns attack at Shah Noorani shrine
-
Christian community protest against sale of liquor
-
زیما آن لائن آفیشل گیم کی ویب سائٹ کے بارے میں مکمل معلومات
-
ورچوئل اسپورٹس آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ: نئی دور کی تفریح کا مرکز
-
یورپی بلیک جیک ایماندار تفریحی ویب سائٹ: محفوظ اور پرلطف کھیل کا تجربہ
-
صبا اسپورٹس ہونسٹ انٹرٹینمنٹ انٹری کا نیا دور
-
ایس بی او اسپورٹس ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ ایپ: ایک جدید ترین پلیٹ فارم