اسلام آباد۔10جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف اېف بی آر ته هدايت كړے چې په عدالتونو كښې ځنډ سره د مخ شوو محصولاتو مقدمې زر تر زره ترسره كولو له سمدستي ګامونه واخي٬ تاخېر به په هېڅ صورت ونه زغملے شي ٬ بې وزله اولس د ټېكس نور فشار سره د مخ كولو په ځاے به نه ادا كوؤنكو څخه ټېكس اخلو۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ څخه د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د ان لېنډ ريونيو اپیلیټ ټ??بی??نلز پ?? چارو د جاج اغستو غونډې ته خطاب كښې په عدالتوو كښې ځنډ سره مخ د محصولاتو مقدمې زر تر زره د ترسره كول?? هدايت وكړو۔ ده ووئيل اېف بي آر دې د محصولات مقدمې زر تر زره پايې ته رسولو له سمدستي ګامونه واخلي۔ وزیراعظم په اپیلیټ ټ??بی??نلز ان لېنډ ریونیو كښې د نړيوال معيار افرادي قوت د مسابقتي تنخاګانو ٬ مراعات او پېشه وره ټېلېنټ په بنياد د تعيناتۍ كولو هم هدايت وكړو۔ ده امر وكړو چې په اپیلیټ ټ??بی??نلز كښې دې غوره ټېلنټ تعينات كړے شي چې د محصولات كېسونه په سمدستي توګه حل كړې شي٬ په دې كار كښې به هېڅ تاخير ونه زغملے شي۔ وزيراعظم ووئيل د پاك پروردګار په فضل او كرم سره په اېف بي آر كښې په اصلاحات كار په تندۍ سره روان دے۔ په دې وروستيو كښې مو په كراچۍ كښې فیس لېس اسسمنټ نظام جاري كړو٬ نوي آټو نظام سره كرپشن ختم او د کسټمز کلیئرنس په وخت كښې كمے راغلے دے۔ ده ووئيل د هېواد او قام د يوې يوې پېسې تحفظ به كولې شي۔ په غونډه كښې وزيراعظم د ان لېنډ ریونیو اپېلیټ ټریبیونلز پ?? اصلاحات كښې د شوي پېشرفت څخه خبر كړے شو۔ وزیرِاعظم د اصلاحات په ټاكلې موده كښې د بشپړولو امر وكړو۔ په غونډه كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه ٬ د خزانې وزير مملكت علي پروېز ملك٬ اټارني جنرل او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Load-shedding reduces from 18 to six hours: minister
-
PM pays respect at Shah Hamadanis mausoleum
-
NEPRA to set up help desk to resolve public issues
-
Mamnoon condemns attack at Shah Noorani shrine
-
Christian community protest against sale of liquor
-
زیما آن لائن آفیشل گیم کی ویب سائٹ کے بارے میں مکمل معلومات
-
ورچوئل اسپورٹس آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ: نئی دور کی تفریح کا مرکز
-
یورپی بلیک جیک ایماندار تفریحی ویب سائٹ: محفوظ اور پرلطف کھیل کا تجربہ
-
صبا اسپورٹس ہونسٹ انٹرٹینمنٹ انٹری کا نیا دور
-
ایس بی او اسپورٹس ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ ایپ: ایک جدید ترین پلیٹ فارم
-
MT آن لائن آفیشل گیم ویب سائٹ: نئے کھلاڑیوں کے لیے مکمل رہنمائی
-
آن لائن ڈیٹا بیس کی آفیشل ڈاؤن لوڈ لنکس اور اہم معلومات