اسلام آباد 23 دسمبر(اے پي پي)پاكستان او كينيا خپلو كښې تجارتي اړيكو لا قوي كولو ته سلا شوې دي۔د ګل په ورځ د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د كينيا هائي كمشنر ملاقات كړې دې٬د ملاقات په مهال د تجارت وفاقي وزير ووئيل پاكستان د ختيز افريقائي هېوادونو او د مينځنۍ آسيا رياستونو ترمينځه تجارتي پل جوړېدے شي۔ده ووئيل چې د كينيا او پاكستان ترمينځه د كركيلې٬داروګانو جوړولو او نورو څانګو كښې د مرستې پراخه امكانات لري٬پاكستان د كينيا څخه چائے تر ټولو لو?? درآمد كونكې هېواد دے۔وفاقي وزير په دې موقع د كينيا هائي كمشنر ته ووئيل چې كينيا د پاكستان هماليائي ګلابي مالږه٬ماربل او سيمنټ موقعو څخه ګټه پورته كولې شي۔ده د ختيزي افريقې سره آزاد تجارتي لو??نامې لپاره د كار تندولو خواست او په پاكستان كښې ختيز افريقائي تجارت خاص كنفرنس هم تجويز وركړو۔د تجارت وزير جام كمال خان د كينيا هائي كمشنر ته د سيالكوټ او ګوجرانواله صنعتي دورې كولو هم بلنه وركړې۔په ملاقات كښې د كينيا هائي كمشنر د پاكستان په فعاله كردار پېرزوئنې وړاندې كړې۔وفاقي وزير ووئيل چې مين??ني آسيا٬ختيز افريقا او پاكستان يو پليټ فارم ته راوستلو ته اړتيا ده۔پاكستان نجي كمپنو پاور سيكټر كښې د كينيا لپاره موقعې وركولې شي۔په ملاقات كښې د كينيا ميګا پروژو لپاره سيمنټ او سټيل په رسنه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د كينيا هائي كمشنر ووئيل چې د پاكستان لخوا د كينيا سره دوه اړخيزه اړيكو ته پراختيا وركول خوشبينه ده۔په ملاقات كښې د پاكستان او كينيا ترمينځه اقتصادي مرستې لا پراختيا كولو ته هم سلا شول
متعلقہ مضامین
-
Musharraf’s bank accounts to be frozen
-
NA speaker lauds sacrifices of KP business community in war on terror
-
Imran should accept his defeat in Panamagate
-
Package of Rs10 billion for PIA
-
Pheasant ایپ گیم پلیٹ فارم تفریح کا نیا ذریعہ
-
GW لاٹری آفیشل ڈاؤن لوڈ ویب سائٹ کے بارے میں مکمل معلومات
-
پی ایس الیکٹرانک ریلائیبلٹی انٹرٹینمنٹ ایپ: تفریح کا ایک جدید پلیٹ فارم
-
ڈائس ہائی اور لو انٹرٹینمنٹ پلیٹ فارم کا نیا دور
-
ایس بی او اسپورٹس ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ ایپ: ایک جدید ترین پلیٹ فارم
-
سپائسی ایوارڈز کا سرکاری ڈاؤن لوڈ لنک
-
فروٹ کینڈی ایپ گیم پلیٹ فارم - میٹھے پھلوں کی دنیا میں دلچسپ کھیل
-
TP کارڈ گیم ایپ اور آفیشل ویب سائٹ کے بارے میں مکمل معلومات