سکھر۔28دسمبر(اے پی پی) صدر ??صف علي زرداری ویلې دي چې د انسانیت خذمت اصل رهبري ده٬ په سکهر كښې د نړیوال معیار روغتون جوړولو لپاره د ډاکټر عاصم حسین او د هغه د کورنۍ خذماتو ته درناوی وړاندې کوو٬ په حیدر آباد کښې به هم د همدې معیار روغتون جوړولے شي٬ د ډاکټر ضیاء الدین روغتون پوهنتون لپاره به د سندھ حکومت فنډز برابروي۔ د ډاکټر ضیاء الدین روغتون يونيورسټي كېمپس پرانستې دستورې ته خطاب كښې صدر مملكت د ډاكټر عاصم حسېن د کورنۍ د روغتیا په برخه کښې ??ور?? خذماتو ته درناوې وړاندې کولو سره ووئيل د ډاکټر ضیاء الدین روغتون جوړول صدقه جاريه ده چې ثواب به یې د ډاکټر عاصم کورنۍ ته رسېږي او دغسې مونږ ته به هم د دې كار خېر ثواب ترلاس?? شي۔ صدر مملكت وویل چې د ډاکټر عاصم نیکه د پاکستان له جوړېدو مخکې په هند کښې د ممبۍ اسمبلۍ غړے و او د رېلوے څانګې مرستیال مشاور و ٬ قائداعظم محمد علی جناح سره یې هم کار کړے او نن د هغه نسل د هغه ميراث مخ په وړاندې بيايي۔ د ډاکټر ضیاء الدین د روغتون پوهنتون لپاره به مصاريف د سندھ حكومت پورته كوي دغسې چې دلته د هېواد لرې پرتو سيمو څخه زده كړو له د راتلونكو زده كوؤنكو خذمت وكړے شي۔ ده وويل په حېدر آباد كښې به هم د نړيوال معيار روغتون جوړولے شي۔ ده ووئيل په بلوچستان کښې دې حکومت فنډز وركړي ??غلته به هم ډاكټر ضياﺀ الدين روغتون جوړ كړے شي۔ ده ووئيل د قائداعظم په دې روايت عمل كوؤ چې د بې وزله اولس دې خذمت وكړے شي۔ ده ووئيل د سندھ په حكومت زور راوړؤ چې هغه دې اولسي خذمت ته ترجيح وركړي۔ په دې موقعه صدر مملك د د ډاکټر ضیاء الدین روغتون د پوهنتون كمېپس پرانسته وكړه۔ په دستوره كښې د بلوچستان اعلی وزير میر سرفراز بګټي ،پارليماني غړي ٬ ډاكټر عاصم حسېن ٬ د سيمې مشران او ګڼ شمېر مخير شخصيات موجود وو۔
متعلقہ مضامین
-
لکی ڈریگن آفیشل انٹرٹینمنٹ پلیٹ فارم
-
Four of family shot dead over marriage dispute
-
Ambassador Lodhi calls on UN to put an end to atrocities against Kashmiris in IHK
-
Bomb blast in Bajaur kills one security official, search operation underway
-
Pakistan, Italy ready to expand cooperation
-
GEM Electronic Entertainment Official Website
-
فارچیون خرگوش آفیشل گیم پلیٹ فارم: ایک نئی گیمنگ دنیا کا آغاز
-
آن لائن گیم پلیٹ فارم اور ڈیٹا بیس ویب سائٹ کا پتہ
-
ورچوئل رئیلٹی لاٹری گیم کی آفیشل ویب سائٹ کے بارے میں مکمل معلومات
-
گیلی کارڈ گیم آفیشل گیم پلیٹ فارم کا تعارف اور خصوصیات
-
گورنر آن لائن آفیشل ڈاؤن لوڈ کی مکمل گائیڈ
-
یورپی بلیک جیک ایماندار تفریحی ویب سائٹ: محفوظ اور پرلطف کھیل کا تجربہ