لاهور۔23دسمبر(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چیئرمېن محسن نقوی د سوئيلي افريقا په ضد په ون ډے سيريز كښې په وائټ واش كولو پاكستانۍ لوبډلې له مباركي وركړې ده۔ د جاري شوي بيان له مخې ده ووئيل پاكستانۍ لوبډله اولنۍ لوبډله ده كومې چې د سوئيلي افريقا په خاوره په ون ډے سيريز كښې د درې واړه مېچونو په ګټلو وائټ واش كړے دے۔ قامي لوبډلې ته د سوئيلي افريقا په وائټ واش كولو د زړه له كومي مباركي وركوم۔ ده ووئيل دا په زړه پورې كاميابي د ټيم ورك نتيجه ده۔ د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي ووئيل صائم ايوب يو وارې بيا سنچري سكور كولو سره په بريا كښې مهم كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل رضوان او بابر هم ښه بېټنګ وكړو۔ دغسې سفیان مقیم په ښه بال كولو د قام زړه وګټلو۔ د محسن نقوي وېنا وه چې ټولې لوبډلې په سريز كښې اعتماد ٬ جذبې او خوارۍ سره لوبه وكړه۔ ده ووئيل دې بريا سره به د لوبډلې مورال لوړ شي او چیمپئنز ټرافۍ كښې به كه پاك پروردګار ته منظور وي هم دغسې غوره كاركردګي څرګنده كړي۔
متعلقہ مضامین
-
Foreign aid: Start Network strives to improve lives of drought-hit communities in Pakistan
-
Institutions cannot impede JIT investigation, Dar tells NA
-
Three terrorists gunned down in Quetta
-
Government focusing on improving health, education sectors in FATA
-
China applauds Pakistans firm support in fighting terrorism
-
PTI decides to cash in on ex-FIA officials revelations against Sharifs
-
Ilm-o-Aman Foundation serving humanity irrespective of colour and creed
-
India must keep politics away from sports: Abdul Basit
-
CM Shehbaz surprise-visits Kasur DHQ, suspends deputy MS
-
Bilawal demands release of PPP worker Haseeb Zahid
-
Both Pakistan and India use non-state actors
-
Police shoot down three Baba Ladla group commanders in Karachi