اسلا?? آباد۔30 دسمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف سپارښتنه كړې چې د پوليو وركرز امنيت په كوم هم ډول نظرانداز كېدې نه شي٬په دې لړ كښې دې هر ممكن ??قد??مات وكړې شي٬ د بده مرغه پاكستان كښې د پوليو څخه ځپليو ماشومانو شمېره زياتېږي ٬ د كومې مخ نيوي لپاره چې لا هم شريكو هڅو ته ضرورت دے۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي پرېس رېليز له مخې وزيراعظم سره د پوليو مخ نيوي ډلې د ګل په ورځ ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې د وزيراعظم د قومي روغتيا كوآرډينيټ?? ډاكټر مختار احمد بهرتھ٬د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن عائشه رضا فاروق٬د قامي روغتيا وفاقي سېكرټري نديم محبوب٬د نېشنل ايمرجنسيز آپرېشن نېشنل كوآرډينټر سينټر انوار الحق٬د روغتيا نړيوالې ادارې نېشنل ډلې دوهم مش?? ډاكټر صوغائر او سينټر فارډيزيز كنټرول اينډ يونيشن سينئر ايډوائز?? ډاكټر محمد صفدر شامل وو۔وزيراعظم ووئېل كو چيئرمېن بل اينډ ميلينډا ګيټس فاؤنډېشن بل ګيټس ماته خط ليكلے چې پكښې هغه په پاكستان كښې د روان پوليو مخ نيوي كمپائن او د كمپائن لپاره كار كوونكو د ټولو پوليو مخ نيوي وركرز د محنت ستائنه كړی۔وزيراعظم ووئېل بل ګيټس فاؤنډېشن او د ټولو ملكي او نړيوالو شراكتدارو مننه كوم د چا په ملاتړ او مرسته چې پاكستان كښې د روغتيا په څانګه كښې مهم ??قد??مات پورته كوو او د پوليو پاكستان څخه ختمولو لپاره شريكې هڅې كوو۔وزيراعظم ووئيل د روغتيا ټولو څانګو پشمول د پوليو مخ نيوي كښې د ټېكنالوجي كارول زياتېږي دغسې چې د صحت او د خيال ساتنې عمل په نوو لارو روان كړی شي او ښې نتيجې ترلاسه كړې شي۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د پوليو مخ نيوي كمپائن لپاره دې اړوند كسان د پوليو څخه زياتو ځپليو سيمو دورو له منظم روسټر ترتيب كړي دغسې چې دا كمپائنونه لا زيات د نتيجې وړ جوړ كړی شي۔وزيراعظم ووئيل د بد مرغه پاكستان كښې د پوليو څخه د ځپليو ماشومانو شمېره زياتېږي د كومې مخ نيوي له چې لا شريكو هڅو ته ضرورت دے۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د پوليو وركرز امنيت په هيڅ ډول نظرانداز نه كړئ او په دې لړ كښې هر ممكن ??قد??مات وكړئ۔وزيراعظم ته د پوليو مخ نيوي اوسني كمپائن او د دې پ?? نتيجو بريفنګ كښې ووئېل شول د ځايې كسانو په مرسته به د پوليو مخ نيوي تحريك كاميابولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
ایماندار سلاٹ مشین بیٹنگ لنکس
-
Slum-dwellers in Lahore forced to drink contaminated water
-
Khattak lashes out at Altaf over anti-Pakistan stance
-
ورچوئل رئیلٹی لاٹری تفریح کا سرکاری لنک
-
Jiaduobao الیکٹرانکس آفیشل ڈاؤن لوڈ کی مکمل گائیڈ
-
Tikigotti آفیشل گیم پلیٹ فارم ویب سائٹ کا سرشار تجربہ
-
sbo گیم آفیشل ڈاؤن لوڈ کرنے کا آسان طریقہ
-
Lucky Dragon APP ڈاؤن لوڈ لنک اور اس کے فوائد
-
ہلا ایپ گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ گائیڈ
-
Fruit Candy APP Game Platform: مزیدار کھیل اور انعامات کا نیا پلیٹ فارم
-
پی جی سافٹ ویئر ایپ گیمز ویب سائٹ: نئی آن لائن تفریح کی دنیا
-
سابا سپورٹس ایپ اور تفریحی ویب سائٹ کا تعارف