اسلام آباد۔17دسمبر (اے پي پي ) وز??راعظم محمد شهباز شریف وئېلي دي د مرکزي بینک د اړخه پالیسي ریټ كښې کمي كولو سره به معیشت ته وده تر لاسه شي، هېواد كښې د سرمايه كارۍ زياتولو ته حكومت پام لرنه كوي، د معیشت پرمختګ په اړه جامع پروګرام به زر پېل كړو ۔ د نهې په ورځ د وفاقي کابینې غونډې ته خطاب کښې وز??راعظم محمد شهباز شریف د مسلم لیګ (ن) زوړ کارکن صدیق الفاروق خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل هغه د مسلم لیګ (ن) او نواز شریف پخوانے ملګرے ؤ۔ وز??راعظم د کابینې په غونډه كښې د صدیق الفاروق بخښنې لپاره دعا وكړه ۔ وز??راعظم کرک كښې د پولیو مخ نيوي لپاره په كار كونكې ډله بريد خفګانې وګرځولو په كوم كښې چې يو د پولیو اهلکار شهید او يو د پولیو ورکر ژوبل شوے۔ وز??راعظم ووئېل پاکستان او د افغانستان نه سوا د نړۍ د هر هېواد نه د پولیو وائرس ختم شوے ، د پولیو خاتمې لپاره خنډان راپیدا کول افسوسناک دي ۔ وز??راعظم د پولیومخ نيوي لپاره كار كوونكو ډلو ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ غونډه كښې د شهید پولیو اهلکار بخښنې لپاره هم لاس نيوه وكړې شوه ۔ غونډه كښې په یونان كښې د کشتۍ پیښه كښې د ډوبو شوو پاکستانیانو لپاره هم دعا وكړې شوه ۔ وز??راعظم دا پیښه خفګاني ګرځولو سره ووئېل په 2023ء كښې هم داسې يوه بدمرغه پیښه رامخې ته شوې وه چې پكښې 260 كسان ډوب شوي ووچې پكښې زياتره پاکستانیان وو۔ وز??راعظم ووئېل انساني سمګلنګ يو سنجیدہ چیلنج دے ، حکومت د انساني سمګلنګ مخ نيوي لپاره مهمې او همه ګیر پرېكړې كړې وې ۔ وز??راعظم ووئېل هغه به زر د اړوندو وزيرانو او سیکرټریز غونډه راغواړي چې په دې اړه په پرېكړو د عملدرآمد جاج واغستلے شي او تګلاره وضع کړې شي۔ وز??راعظم د سټیټ بینک د اړخه پالیسي ریټ كښې نور 2 فیصد کمے خوش آئند وګرځولو ٬ ده ووئېل پالیسي ریټ د 22 فیصد نه 13 فیصد ته راغلے كوم چې کاروبار، صنعت، كر كېلې، برآمد کوونكو او سرمایه کارو لپاره خوش آئند دے، دې سره به زمونږ پیداواري صلاحیت زيات شي او سرمایه کاري به وده ومومي او زمونږ معیشت به مستحکم شي ۔ وز??راعظم د 2018ء نه بس د ګرانۍ په کمه كچه د ﷲ تعالیٰ شکر ادا کولو سره ووئېل اوس زمونږ لپاره دا مناسب وخت دے چې معیشت مضبوط کړو ، په دې لړ كښې زموڼږ تیاريانې مکمل شوي د كومو اعلان به چې زر وكړو
متعلقہ مضامین
-
ایماندار سلاٹ مشین بیٹنگ لنکس
-
Slum-dwellers in Lahore forced to drink contaminated water
-
Khattak lashes out at Altaf over anti-Pakistan stance
-
ورچوئل رئیلٹی لاٹری تفریح کا سرکاری لنک
-
Jiaduobao الیکٹرانکس آفیشل ڈاؤن لوڈ کی مکمل گائیڈ
-
Tikigotti آفیشل گیم پلیٹ فارم ویب سائٹ کا سرشار تجربہ
-
sbo گیم آفیشل ڈاؤن لوڈ کرنے کا آسان طریقہ
-
Lucky Dragon APP ڈاؤن لوڈ لنک اور اس کے فوائد
-
ہلا ایپ گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ گائیڈ
-
Fruit Candy APP Game Platform: مزیدار کھیل اور انعامات کا نیا پلیٹ فارم
-
پی جی سافٹ ویئر ایپ گیمز ویب سائٹ: نئی آن لائن تفریح کی دنیا
-
سابا سپورٹس ایپ اور تفریحی ویب سائٹ کا تعارف