قاهره 19 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم شهبازشریف د ډي ۔8 غړو هېوادونو لپا??ه ځوانان خپلواكه كول مهم ګرځولو سره وئيلي چې تخلیقی صلاحیتونه لرونكو ځوانانو كښې د سرمایه كارۍ او د كوچنۍ او منځنۍ درجې کاروبار رجحان ته وده وركول د سماجی و اقتصادی پرمختګ لپاره مهم دې، ډيجیټل نړۍ كښې موقعو څخه استفادې لپا??ه ځوانانو له د آئي ټي تربیه او د اربونو روپو قرضې وركولې شي٬ بايد په غزه كښې په سمدستي توګه جنګ بندي وشي، دا نه يواځي د سيمي بلكه د نړۍ د امن لپاره ضروري ده۔ د دې خيالاتو خرګندونه ده د زيارت په ورځ د پرمختګ كونكو هېوادونو تنظیم ډي ۔8 يولسمې سرمشريزې غونډي ته وينا كښې وكړه۔ وزیراعظم د ډي ۔8 مشرانو غونډې په كوربتوب كولو د مصر حکومت او مشرتابه له مباركي وركولو سره د ورورهېواد آذربائیجان د ډي ۔8 غ??ې جوړيدل خوشبين وګرځول۔ ده باور څرګند كړو چې آذربائجان به د صدر الهام علیوف صلاحیت لرونكې مشرتابه كښې د ډي ۔8 مقصدونو ترلاسه كولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ وزیراعظم په غزہ كښې جنګ بندي مهمه او ضروري ګرځولو سره ووئيل دا نه يواځي د سيمي بلكه د نړۍ امن لپاره هم ضروري ده۔ وزیراعظم ووئيل ځوانان او د كوچنۍ او منځنۍ درجې کاروبار د معاشی پرمختګ کلیدی محرك دې۔ ځوانان توان ، نوي خیالات او تخلیقی صلاحیتونه لري۔ وزیراعظم ووئيل د كوچنۍ او منځنۍ درجې کاروبار ملازمتونه برابروي ، اختراع او په ځائې كچه کاروبار ته وده وركوي۔ ده د ډي ۔8 غ??و هېوادونو لپاره د ځوانانو خپلواكه كول مهم ګرځولو سره ووئيل سږ كال د مشرانو غونډي مرکزی تھيم ’’ ځوانانو كښې د سرمايه كارۍ، د كوچنۍ او منځنۍ درجې کاروباری ادارو رجحان ته وده وركول ‘‘ په حقيقت كښې په 21مه پيړۍ كښې زمونږ د اجتماعی خوشحالۍ خاكه ده۔ ده په ځوانانو كښې د سرمايه كارۍ او د كوچنۍ او منځنۍ درجې کاروبارونو پلو رجحان ته وده وركول سماجی او اقتصادی پرمختګ لپاره مهم ګرځولو سره ووئيل د پاکستان د آبادۍ 60 فیصده څخه زياته برخه 30 كلونو څخه په كم عم??ه ځوانانو مشتمل ده كوم چې جدت او پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستان حكومت د خپل فلېګ شپ یوتھ پروګرام د لارې د معیاری تعلیم ، روزګار او پیداواري موقعو وركولو عزم لري۔ ده ووئيل كال 2013 نه تر اوسه د دې پروګرام د لارې ذهين او قابل زدهكونكو له 6 لکهه څخه زيات ليپ ټاپ او په زرګونو سکالرشپ وركړې شوي دي۔ په لكهونو ځوانانو له مصنوعی ذهانت، ډيټا اینالېټکس او سائبر سکېورټی سره اړونده تربیه وركړې شوې ده۔ ده ووئيل پاکستان د نړۍ لوي فری لانسرز کمیونټیز كښې يو دے مونږ د آئي ټي څانګه كښې تربیې ته پام لرنه كوو دغسې چې په لويه توګه خپل ځوانان د عصري صلاحيتونو په كالو سنګار كړې شي۔ وزیراعظم ووئيل حکومت د پاکستان یوتھ بزنس اینډ ایګریکلچر لون سکیم د لارې په اربونو روپۍ قرضه وركړې د كومي مقصد چې ځوانان په خپلو پښو ودرول دي۔وزیراعظم ووئيل زمونږ د سټارټ اپس پاکستان او نېشنل انووېشن ایوارډز په څير اقداماتو مقصد يو د ډاډ وړ سټارټ اپ ماحول ته وده وركول او انکېوبېشن موقعې وركول دي۔ وزیراعظم ووئيل 11مه ډي۔8 سرمشريزه غونډه د اېس اېم ایز په اړه د اشتراك يوه ښه موقعه ده۔ وزیراعظم ووئيل د پرمختګ او سوكالۍ لپاره کنېکټوټي ته اړتيا ده لكه څنګه چې 2021 كښې ډهاكه اعلامیه كښې په دې اړه زور راوړې شوې ٬ مونږ د ډي ۔ 8 غړو هېوادونو ترمينځه ټرانسپورټ کنېکټوټی زياتولو ٬ هغې ته وده او په دې اړه د امکاناتو جاج اخستلو ته اړتيا لرؤ۔ په دې لړ كښې وزیراعظم د پاك ایران ترکي کورېډور حواله وركولو سره دا يوه ښه منصوبه وګرځوله۔ وزیراعظم ووئيل په دې خوشحاله يم چې د پاکستان کابینې ?? شخړو مخنيوي میکنزم په اړه د ډي ۔ 8 غ??و هېوادونو سره د پروټوکول او ترجیحی تجارتی معاهدے منظوری وركړې ده۔ وزیراعظم ووئيل كومي موقعې چې نن مونږ وركوو په هغې د راروانو نسلونو د مقدر انحصار دے۔ راځئ چې ځوانان خپلواكه كولو له هغوي ته مناسب موقعې وركړؤ دغسې چې زمونږ سباؤن د يو خپلواكه نسل لاس ته لاړ شي۔
متعلقہ مضامین
-
ایماندار سلاٹ مشین بیٹنگ لنکس
-
Slum-dwellers in Lahore forced to drink contaminated water
-
Khattak lashes out at Altaf over anti-Pakistan stance
-
ورچوئل رئیلٹی لاٹری تفریح کا سرکاری لنک
-
Jiaduobao الیکٹرانکس آفیشل ڈاؤن لوڈ کی مکمل گائیڈ
-
Tikigotti آفیشل گیم پلیٹ فارم ویب سائٹ کا سرشار تجربہ
-
sbo گیم آفیشل ڈاؤن لوڈ کرنے کا آسان طریقہ
-
Lucky Dragon APP ڈاؤن لوڈ لنک اور اس کے فوائد
-
ہلا ایپ گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ گائیڈ
-
Fruit Candy APP Game Platform: مزیدار کھیل اور انعامات کا نیا پلیٹ فارم
-
پی جی سافٹ ویئر ایپ گیمز ویب سائٹ: نئی آن لائن تفریح کی دنیا
-
سابا سپورٹس ایپ اور تفریحی ویب سائٹ کا تعارف