اسلام آباد۔12دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د تحريك انصاف پارلیمنټیرین مؤسس پروېز خټك ملاقات كړے په كوم كښې چې په سياسي او د هېواد مجموعي وضعې په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پروېز خټك په اسلام آباد كښې د احتجاج په مهال د شرخوښو په بريد كښې د پوليس او رنېجرز ځينې اهلكارو په شهادت د زيات غم دړد څرګندونه وكړه۔ د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې په ملاقات كښې په خېبر پښتونخوا كښې په روانه امنيتي وضعه هم خبرې وشوې۔ دواړو لارښودو د پاكستان د پرمختګ په لاره كښې د خنډانو راولاړؤنكو عناصرو په مړانه د مقابلې كولو د عزم پخلے وكړو۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل پاکستان زمونږ د ټولو دے او مونږ ټولو له به په ګډه دا مخ په وړاندې بوتلل وي٬ اولس يوازې خپلې مسئلې حل كول غواړي۔ ده ووئيل د پاكستان سباؤن ځلانده دے او د نړۍ كوم طاقت هم د پاكستان د پرمختګ لاره نشي نيولې
متعلقہ مضامین
-
Pakistan ranks 106th in WJP
-
Western world presenting wrong picture of Pakistan: Rabbani
-
IHC issues notice to Absar Alam over contempt petition
-
Opp wants govt to make deal on Dawn Leaks public
-
SC moved to make Dawn Leaks probe report public
-
PPP announces manifesto committee for 2018 polls
-
Indonesian naval chief lauds professional acumen of PN
-
Two killed in road accident
-
Woman killed by being hit by train
-
China helps to cope energy crisis: Nawaz
-
Right of Access to Information Bill introduced in Upper House
-
PM announces compensation for Gwadar victims