اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سینیټر محمد اورنګزیب وئيلي دي د هېواد معیشت مخ په وړاندې بوتللو كښې نجی څانګه په زړه پوري كردار لري،د هېواد معیشت په سم لوري روان دے او مهمو اقتصادي اشارو څخه د معیشت د استحکام عکاسي كېږي۔د جمعې په ورځ سیکورټیز اینډایکسچینج کمیشن آف پاکستان تر سيوري لاندې ’’دیوالیه پن او قرضو په اړه قوانین ‘‘ په سرخط ورکشاپ ته وينا كښې د خزاني وزير ووئيل د هېواد معیشت مخ په وړاندې بوتللو كښې نجي څانګه په زړه پوري كردار لري، حکومت کاروبار او سرمایه کاری زياتولو له ټول سهولیات وركوي او اقدامات کوي دغسې د مداخلت عنصر به كمولې شي او د نجي څانګي قائدانه کردار به زياتولې شي۔ده ووئيل د قوانین اطلاق او عمل درآمد كښې عدلیه هم مهم كردار لري، فورتھ کلوژر په اړه قوانین شته خو په هغې عمل درآمد نه كېږي۔ده ووئيل د هېواد معیشت په سم لوري روان دے او مهمو اقتصادي اشارو سره د معیشت د استحکام عکاسی كېږي۔خسارو كښې کمی راغلے،د زرمبادله پانګي پرله پسې زياتيږي،د پاکستان کرنسی مستحکم ده او برآمدات زياتيږي۔ده ووئيل د ډھانچه جاتی اصلاحات عمل به روان وي،كوټلي نمو لپاره د پالیسیو تسلسل ته اړتيا ده۔د خزاني وزير هيله څرګنده كړه چې اېس اي سي پي د سيوري لاندې د مشاورتی عمل په نتيجه كښې دیوالیه پن او د قرضو وصولۍ په اړه قوانین او په تګلاره د ګډون كوونكو څخه مثبت او ګټه ورې رائے به رامخې ته شي۔ده ووئيل د قرضو وركولو لپاره كوټلي نظام ته اړتيا ده۔ د مالي مشکلاتو ښكار ادارو بحالولو ته اړتيا ده، د مالیاتي مسئلو اوږد مهاله حل ته اړتيا ده۔ده ووئيل ښه ساکھ لرونكي کاروباري اداري به د دیوالیه كيدو څخه بچ كولې شي او په دې اړه به حکومت سهولیاتي کردار ترسره كوي
متعلقہ مضامین
-
Zardari disqualification petition: political fights should be fought in parliament: IHC
-
New visa regime shows how progressive Pakistan is: Chinese ambassador
-
Pakistan conducts another successful launch of ‘Nasr’
-
Probe ordered into payment of ransom for Quetta doctor’s release
-
Naval exercise Aman 2019 conducted at Pakistan Navy headquarter
-
Shehbaz likely to be indicted in Ashiana Housing scam on 18th
-
NAB submits report to SC in fake accounts case
-
Non-bailable arrest warrant of Shaukat Yousafzai in PTV attack case issued
-
IMF — cure or curse
-
Hariri now regrets ‘rescuing’ Nawaz in 1999: Fawad
-
Slain Malik Matorkay’s brother blames PTM leaders for murder
-
Ex-COAS Raheel Sharif calls on Gen Bajwa at GHQ