کراچی۔8جنوری(اے پی پی) وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې عصري غوښتنو سره مطابقت لرونكي خودكار نظام سره به پخوانے نظام ختم شي٬ په ټولو څانګو كښې به اي – ګورننس نظام نافذ كولے شي٬ د ??كو??تي اقداماتو له امله په برآمداتو کښې زياتوالې راغلې او ګراني كمه شوې ده ٬ سرمايه كاري زياتولو له ټېكس اصلاحات ضروري دي٬ د اړان پاکستان پروګرام بریالیتوب لپاره به ټولو له په ګډه خواري ??ول وي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د فيس ليېس كسټمز اسسمنټ سسټم پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار، د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ، د سندھ ګورنر کامران ټيسوري او د سندھ اعلی وزير سيد مراد علي شاه هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل چې د اېف بي آر او كراچۍ پورټ د افسرانو خدمات د ستائنې وړ دي٬ قوم له ډېرې مودې راهسې د دې كاميابۍ تمه لرله٬ د ه??وا?? معاشي پرمختګ او سوكالۍ له داسې ??ول ضروري وو۔ دې نظام سره به د درآمد كوؤنكو او كسټمز چارواكو ترمينځه نېغ په نېغه بشري لاس وهنه كمه شي۔ ده ووئيل دې نظام سره به د كھېب كليئرنس زر تر زره ترس??ه كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل درې اونيو څخه دا نظام كار كوي۔ د دې نوي نظام له مخې د كليئرنس عمل 107 ساعتونو څخه كمېدو سره 19 ساعته ته راغلې دې او دا ښكا??ه كاميابي ده۔ ده ووئيل 88 فیصد درآمد كوؤنكي دې نظام څخه مطمئن دي۔ ده ووئيل ??كو??ت كښې راتللو سره مو په اېف بي آر كښې د اصلاحاتو عمل پېل كړو٬ د تېر كال په مقابله كښې زياتې وصولۍ شوې دي۔ ده ووئيل ټېكس غلا كښې كمي سره به د سرمايه كارانو حوصلې زياتې شي او ه??وا?? ته به سرمايه كاري راشي۔ ده ووئيل زمونږ د محصولاتو په هدفونو كښې د 400 اربه روپو فرق دے۔ د ټیکس ټو جی ډی پی هدف 10.6 فیصد ؤ كوم چې 10.8 فیصد ترلاسه شوے دے۔ ده ووئيل مونږ د ټېكس غلا مخنيوي ته خاص پام ګرځولے دے۔ ده ووئيل د ??كو??ت هڅو سره معاشي اشاريې مستحكم شوي دي ، پالیسی رېټ 22 فیصد څخه كمېدو سره 13 فيصد ته راغلې دې٬ ګراني 38 فیصد څخه 4.1 فیصد ته راغلې ده٬ برآمدات مخ په زياتېدو دي٬ د ټېكسټائل برآمدات 11 فيصد زيات شوي دي٬ په ترسيلات زر كښې 24 فيصد ٬ آئي ټي برآمدات كښې 34 فيصده اضافه شوې ده۔ وزيراعظم ووئيل په اړان پاكستان كښې د ټولو خوارۍ س??ه كاميابي ترلاسه كولې شوو۔ ده ووئيل مونږ ټولو له به د ه??وا?? معيشت مضبوطول وي٬ د بجلۍ قيمتونه به ټيټوؤ٬ د بجلۍ ګردشي قرضه 2500 اربه روپۍ ده په دې كښې بجلۍ غلا په شمول نورو عوامل شامل دي۔ ده ووئيل ډسکوز صوبو ته وركولو له چمتؤ يؤ۔ مشاورت سره به د دې ټي او آرز وضعه كړې شي۔ ده ووئيل د بندرځايونو په شمول په ټولو څانګو كښې به د اي ګورننس نظام نافذ كړؤ۔
متعلقہ مضامین
-
Rs 14bn share for new locomotives to help generate revenues
-
Campaign launched for nutrition awareness
-
Futong Electronics Integrity Entertainment Entrance: ٹیکنالوجی اور تفریح کا نیا دور
-
صبا اسپورٹس ہونسٹ انٹرٹینمنٹ انٹری کا نیا دور
-
Lucky Dragon ایپ ڈاؤن لوڈ لنک اور اس کے فوائد
-
TP کارڈ گیم ایپ - سرکاری ویب سائٹ کی مکمل معلومات
-
جم الیکٹرانکس ایپ ڈاؤن لوڈ
-
ٹاپ آئی فون سلاٹ ایپس: بہترین گیمنگ تجربہ
-
ECP adjourns reference against Imran Khan until March 16
-
ECP angry at Kaptaan for ignoring it
-
Raids start to arrest crooks
-
RCB launches drive to clean storm drains