اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د تجارت وزا??ت کارکردګی ستائېلو سره برآمدات زياتولو لپاره د نېشنل ایکسپورټ ډ??یلپمنټ بورډ غونډه راروانه اونۍ كښې رابللو او د بلوچستان سرحدي ضلعو لپاره د روزګار جامع موقعو زياتولو له د سمدستي اقدامات سپارښتنه كړې ۔د زيارت په ورځ د وزیراعظم آفس پرېس ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د تجارت وزا??ت کارکردګۍ په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه۔ وزیراعظم د جاري هدایات په تعمیل كښې د تجارت وزا??ت کارکردګی ستائېلو سره د پاکستان برآمدات زياتولو لپاره د نېشنل ایکسپورټ ډ??یلپمنټ بورډ غونډه راروانه اونۍ كښې د رابللو سپارښتنه وكړه۔ده د بلوچستان سر??دی ضلعو لپاره د روزګار کوټلو موقعو پیدا کولو او ملائیشیا ته د وريژو برآمدات زياتولو له اقدامات هم سپارښتنه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د ملائیشیا وزیراعظم داتو سري انور ابراهیم د پاکستان اوسنۍ دورې په مهال پاکستان څخه ملائیشیا ته د وريژو برآمدات زياتولو ته اتفاق كړے ؤ ۔ده سپارښتنه وكړه چې د هېواد برآمدات زياتولو لپاره پاکستان كښې موجود خصوصي اقتصادی زونز دې فعاله كړې شي او هغې كښې دې هوټل ٬ روغتونونه، ??زنس سکول او نور سروسز وركړې شي۔وزیراعظم د غنمو ،پومبې ، سرې ، وريژو ، خوراك تیلو او نورو لويو فصلونو پیداوار زياتولو له د کابینې خصوصي کمېټي جوړولو سپارښتنه هم وكړه۔ په غونډه كښې وزیراعظم زرعي برآمدات زياتولو له د اقدامات په اړه خبر كړے شو۔وزیراعظم ته بریفنګ كښې ووئيل شول روس سره د بارټر ټريډ ترمخه د زرعي اجناس تجارت لپاره دوه مفاهمتی یادداښتونه لاس ليك شوي، تاجکستان حکومت د پاکستان سره د ټيكسټائل څانګه كښې مرستې له خوښي څرګنده كړې ۔په غونډه كښې د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان، د اقتصادي چارو وفاقي وزیر احد ??ان چیمه، ?? وزیراعظم کوآرډینیټر رانا احسن افضل او د اړوندو ادارو افسرانو ګډون وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Rs 14bn share for new locomotives to help generate revenues
-
Campaign launched for nutrition awareness
-
Futong Electronics Integrity Entertainment Entrance: ٹیکنالوجی اور تفریح کا نیا دور
-
صبا اسپورٹس ہونسٹ انٹرٹینمنٹ انٹری کا نیا دور
-
Lucky Dragon ایپ ڈاؤن لوڈ لنک اور اس کے فوائد
-
TP کارڈ گیم ایپ - سرکاری ویب سائٹ کی مکمل معلومات
-
جم الیکٹرانکس ایپ ڈاؤن لوڈ
-
ٹاپ آئی فون سلاٹ ایپس: بہترین گیمنگ تجربہ
-
ECP adjourns reference against Imran Khan until March 16
-
ECP angry at Kaptaan for ignoring it
-
Raids start to arrest crooks
-
RCB launches drive to clean storm drains