اسلام آباد۔16دسمبر (اے پي پي ) صدر آصف علي زرداري د سمندري وسائلو تحفظ او د بلیو اکانومي ودې لپاره سيمه كښې په شريكو هلو ځلو زور راوړولو سره وئېلي دي پاکستان د بحيره هند په سيمه كښې د سمندري مرستې ودې له لوظي دے۔ د ګل په ورځ د ایوانِ صدر پریس ونګ نه جاري بیان تر مخه صدر مملکت دا خبرې د بلیو اکانومي په مرسته درېم چین –بحيره هند سيمه ايز فورم ته ویډیو خطاب کښې وكړې ۔ د فورم تابيا د چین د نړيوال پرمختګ د مرستې ایجنسۍ د چین په کُن مِنګ ښار كښې كړې ده ۔ صدر مملکت ووئېل ماحولیاتي بدلون ، آلودګي او د ماحولیاتي نظام د تنزلۍ غوندې مسائلو حل کولو له پاکستان په بحري څانګه كښې د مرستې ودې لپاره ټول سټېك هولډرز سره د شراکت خوښي لري ۔ صدر مملکت ووئېل پاکستان غواړي چې زمونږ منطقه امن، د ترقۍ او د پائیدارۍ مركز شي ، د سباون نړيواله معاشي ترقي په مشرقي هېوادونو به انحصار لري ۔ آصف علی زرداري ووئېل د نړۍ لويه آبادي چین او زمونږ د سيمې په نورو هېوادونو كښې مېشته ده ۔ ده ووئېل د سمندر نه په زړه پورې ګټه پورته كولو لپاره د اجتماعي هلو ځلو ضرورت دے ۔ صدر مملکت ویډیو پیغام كښې بحيره هند كښې امن، ترقۍ او پائیدارۍ لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو ٬ ده ووئېل د پاک-چین اقتصاد?? راهدارۍ تر مخه ګوادر پورټ له ترقي وركړې كېږي۔ ده ووئېل ګوادر پورټ د سيمې په روابط مرکز بدلولې شي ، د ګوادر بندرګاہ نه به د تجارت او د سمندري اقتصادي تر??ۍ ??ده رامخې ته شي ۔ صدر مملکت د پاکستان بلیو اکانومي پرمختګ لپاره د پاکستان هلې ځلې هم رامخې ته كړې ۔ ص??ر ووئېل د لیونګ انډس پروجیکټ غوندې پروژو مقصد د ماحولیاتي نظام تحفظ او د آلودګۍ مقابله کول دي۔ صدر مملکت د فورم اهداف كښې پائیدار پرمختګ ته د پام لرنې كولو په اړه د چین د هلو ځلو ستائنه وكړه ۔ ص??ر ووئېل د فورم په ایجنډا كښې د کار استعداد كښې اضافه او د جزائر شمولیت خوش آئند دے ۔
متعلقہ مضامین
-
Southwest Lottery Ka Sarkari Tafreehi Link
-
Bahawalpur police register 3,332 cases in four months
-
Teacher held in Muzaffargarh on blasphemy charge
-
Will take to streets if justice not served in Panama case: Imran
-
Golden Pig APP Entertainment - Aap Ka Manpasand Gaming Platform
-
PT الیکٹرانک انٹرٹینمنٹ کا سرکاری داخلہ
-
لکی کیٹ دیانت دار تفریحی داخلہ کی خصوصیات
-
ای وی او آن لائن آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ: تفریح کا نیا دور
-
پی جی الیکٹرانکس آفیشل ڈاؤن لوڈ ویب سائٹ کی مکمل رہنمائی
-
ورچوئل اسپورٹس آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ: نئی دور کی تفریح کا مرکز
-
T1 الیکٹرانک آفیشل گیم ڈاؤن لوڈ کرنے کا طریقہ اور اس کی خصوصیات
-
BNG الیکٹرانک ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ پلیٹ فارم کی خصوصیات اور فوائد