سکھر۔28دسمبر (اے پی پی) صدر آصف علي زرداري وئيلي دي چې د بهټو كورنۍ د اولسي خذمت ميراث به جاري ساتلې شي كوم چې د هېواد د سماجي او اقتصادي بهترۍ لپاره وقف دے۔ ده د ډاکټر ضیاﺀ الدین روغتون سکھر کېمپس د جوړولو ستاینه كولو سره ووئيل دې سره به د سکهر خلکو ته د معیاري روغتیا اسانۍ ترلاسه شي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له ??خې د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په سکهر كښې د ضياﺀ الدين روغتون د كېمپس پرانستې په موقعه وكړه۔ په دې موقعه د سندهـ وزيراعلی سيد مراد علي شاه، د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز احمد بګټي، ډاکټر عاصم حسين، صوبايي وزيران، پارليماني لارښود ٬ د روغتونونو انتظاميه او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكي موجود وو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې صدر آصف علي زرداري د عصري روغتون پرانسته د سکهر او شاوخوا سيمو لپاره يوه انقلابي شېبه وبلله۔ ده ووئيل د ضياﺀ الدين روغتون په سكھر كېمپس كښې د پوهنتون جوړولو ټول مصاريف به د سندھ حكومت پورته كوي۔ ده ووئيل ما په حېدر آباد كښې د ډاكټر ضياﺀ الدين روغتون كېمپس جوړولو له خپله زمكه عطيه كړې ده۔ صدر مملکت په دې خبره هم رڼا واچوله چې روهړی کینال جوړولې شي او په دې لړ كښې به د كال 15 اربه روپۍ مصرف كولې شي۔ ده ووئيل په نړيوال ماركيټ كښې د كاربن كرېډټ تجارت سره ترلاسه كېدونكي فنډز د روهړي كېنال منصوبې لائننګ لپاره كارولې شي۔ ده ووئيل دا روغتون د ډاكټر عاصم حسېن د هغه د كورنۍ لخوا اولس ته د روغتيا د معياري آسانيو برابرولو عزم په ډاګه كوي۔ ده ووئيل ډاكټر ضياﺀ الدين د پاكستان آزادۍ څخه وړاندې د مركزي قانون ساز اسمبلۍ غړے او د قائد اعظم ملګرے ؤ۔ ده ووئيل اوس د د دوئي كورنۍ د دوئي وراثت مخ په وړاندې بيايي۔ صدر آصف علی زرداری د پوهنتون د كېمپس په اهميت رڼا واچوله۔ ده په دې خبره زور راوړو چې اولس ته د روغتيا اعلی آسانۍ وركول زمونږ لومړۍ ترجيح ده۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستاني اولس لپاره به معياري طبي آسانۍ برابرؤ۔
متعلقہ مضامین
-
ون ون ون آفیشل تفریحی ویب سائٹ
-
Dinner Food Entertainment سرکاری ویب سائٹ
-
Harassment in Lahore leads end to PTIs Faisalabad rally
-
Pak, Indian border forces conclude bi-annual meeting
-
Indian troops martyr 74 Kashmiris in July
-
Indian forces arrest over 2000 Kashmiris in Indian held Kashmir
-
Security staff for Chineses protection under training
-
PYO Peshawar holds protest against interior minister
-
Locarno Festival opens doors for Pakistanis
-
لاٹری سٹی آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ: تفریح اور جیت کا بہترین پلیٹ فارم
-
صبا اسپورٹس آفیشل ایپ ڈاؤن لوڈ لنک اور اس کی خصوصیات
-
فٹونگ الیکٹرانکس آفیشل انٹرٹینمنٹ فورم: ٹیکنالوجی اور تفریح کا بہترین امتزاج