اسلام آباد۔1جنوري (اے پي پي ) پاکستان او هند د شورو په ورځ د سفارتي ذرائعو څخه په بند كښې د پرتو بنديوانو فهرستونه يو بل له وركړل۔ د خارجه دفتر وياندې د اړخه جاري بیان تر مخه د فهرست??نو په يو وخت تبادله د 2008 قونصلر رسائۍ لوظنامې تر مخ وشوه ۔د لوظنامې تر مخه دواړه هېوادونه هر كال په وړومبۍ جنورۍ او وړومبۍ جولائي يو بل سره په بند كښې د پرتو بنديوانو فهرستونه يو بل له وركوي۔ د بیان ترمخه د پاكستان حکومت پاکستان د 266 هندي بنديوانو چې پكښې (49 سویلین بنديوانان دي او 217 مچي مار ) دي فهرست اسلام آباد كښې د هند هائي کمیشن استازي ته وسپارلو ۔د دې سره د هندي حکومت هم د هند په زندان??نو كښې د پرتو بنيوانو پاکستانیانو فهرست د پاکستان هائي کمیشن د نوي ډيلي يو ایک افسر س??ه شیئر کړو ۔ فهرست تر مخه د هند به زندان??نو كښې په مجموعي توګه 462 پاکستانیان بنيدوان دي چې پكښې (381 شهري بنديوانان او 81 مچي مار ) شامل دي ۔ بیان كښې لا وئېلي شوي چې پاکستان په هندي حکومت زور راوړے چې هغه ټول پاکستانیان (52 شهري بنديوانان او 56 مچي مار خوشي كړي او هېواد ته يې بېرته راولېږي چا جې خپله سزا پورا كړې ده او د چا جې د قامي حیثیت تصدیق شوے دے ۔ وياند ووئېل په هندي حکومت هم زور راوړلے شوے چې هغه د هغه ټولو پاکستانیانو حفاظت، سلامتیا او ښېګره یقیني كړي څوك چې خوشي كولو او وطن ته راتللو ته منتظر دي ۔ دغسې پاکستان د 1965 او 1971 جنګ??نو 38 بې دركه دفاعي اهلکارو له تر قونصلر رسائي وركولو د??خواست ??ړے دے۔
متعلقہ مضامین
-
ون ون ون آفیشل تفریحی ویب سائٹ
-
Dinner Food Entertainment سرکاری ویب سائٹ
-
Harassment in Lahore leads end to PTIs Faisalabad rally
-
Pak, Indian border forces conclude bi-annual meeting
-
Indian troops martyr 74 Kashmiris in July
-
Indian forces arrest over 2000 Kashmiris in Indian held Kashmir
-
Security staff for Chineses protection under training
-
PYO Peshawar holds protest against interior minister
-
Locarno Festival opens doors for Pakistanis
-
لاٹری سٹی آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ: تفریح اور جیت کا بہترین پلیٹ فارم
-
صبا اسپورٹس آفیشل ایپ ڈاؤن لوڈ لنک اور اس کی خصوصیات
-
فٹونگ الیکٹرانکس آفیشل انٹرٹینمنٹ فورم: ٹیکنالوجی اور تفریح کا بہترین امتزاج