اسلام آباد 11 دسمبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي ايف ايټ انډرپاس به په 25 دسمبر ټول ټرافېك لپاره پرانستلې شي٬ انټرچينج د بشپړېدو نه پس به د فرورۍ په دويمه اونۍ كښې پرانستلې شي۔د شورو په ورځ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايف ايټ ايكسچينج چوك انټرچينج او سرينه چوك انټرچينج پروژو دوره وكړه۔ده د انډر پاس يوازې 43 ورځو كښې په بشپړېدو كنټريكټر او د اسلام آباد انتظاميې ??ار??ردګي ستائېلو سره ووئېل ايف ايټ ايكسچينج چوك انټرچېن كښې شامل انډر پاس به د 25 دسمبر نه ټرافېك لپاره پرانستلې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د فرورۍ په دويمه اونۍ كښې به د ايف ايټ ايكسچنج چوك انټرچينج بشپړھ پرانسته كولې شي۔ دغسې د سرينه چوك انټرچينج د جنورۍ په وړومبۍ اونۍ كښې پرانسته كولې شي كوم به چې په 60 ورځو كښې بشپړ كړی شي۔وفاقي وزير محسن نقوي د دواړو ميګا پراجيكټس د تعميراتي ??ار??نو د پېشرفت جاج واغست۔داخله وزير محسن نقوي د دواړو انډر پاسز او فلائي اوور جوړولو د ??ار??نو مشاهده وكړه۔ده امر وكړو چې دواړه پروژې دې په هر صورت په ټاكلي موده كښې بشپړې كړی شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د دواړو پروژو په سائټس كار كوونكو سره هم ملاقات وكړو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وركرز ته شاباشے وركړو او د هغوي ډاډګيرنه يې وكړه۔داخله وزير محسن نقوي وركرز٬كنټريكټر او سي ډي اے ته په دې جوش او ولوله د كار روان ساتلو تلقين وكړو ۔دغسې د سي ډي اے چيئرمېن محمد علي رندهاوا دواړو پروژو پېشرفت په اړه بريفنګ وركړو۔د اسلام آباد ډپټي كمشنر٬د ??ي ډي اے سينئر افسران او كنټريكټر هم په دې موقع موجود وو۔
متعلقہ مضامین
-
ون ون ون آفیشل تفریحی ویب سائٹ
-
Dinner Food Entertainment سرکاری ویب سائٹ
-
Harassment in Lahore leads end to PTIs Faisalabad rally
-
Pak, Indian border forces conclude bi-annual meeting
-
Indian troops martyr 74 Kashmiris in July
-
Indian forces arrest over 2000 Kashmiris in Indian held Kashmir
-
Security staff for Chineses protection under training
-
PYO Peshawar holds protest against interior minister
-
Locarno Festival opens doors for Pakistanis
-
لاٹری سٹی آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ: تفریح اور جیت کا بہترین پلیٹ فارم
-
صبا اسپورٹس آفیشل ایپ ڈاؤن لوڈ لنک اور اس کی خصوصیات
-
فٹونگ الیکٹرانکس آفیشل انٹرٹینمنٹ فورم: ٹیکنالوجی اور تفریح کا بہترین امتزاج