قاهرہ۔19دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې اندونيزيا د پاكستان د باور وړ تجارتي همكار دے ، د خوراکي تېلو زياتره برخه له همدوي څخه درآمد كوؤ۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د س??مشريزې غونډې په موقعه د اندونيزيا صدر پرابوو سوبیانتو سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال وزيراعظم شهباز شريف پرابوو سبيانتو ته د اندونيزيا د صدر په حېث د خپل منصب په سنبالولو مباركي وركړه۔ د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د شريكې خوښې په بېلو چارو خبرې وكړې په كومو كښې چې د دوه اړخيزه اړيكو په شمول سياسي، تجارتي او اقتصادي چارو سره سره په ګڼ اړخيزه فورمونو مرسته هم شامله ده۔ دواړو لارښودو د اقتصادي او تجارتي اړيكو ??ا مستحكمولو په حاجت زور راوړلو سره دوه اړخيزه اړيكې په ځاے ساتلو له يو بل ته په نزدې پاتې كېدو اتفاق وكړو۔ وزيراعظم ووئيل اندونيزيا د پاكستان د باور وړ تجارتي همكار دے۔ ده په خاص توګه د پام آئل برآمد كولو هېواد په توګه د اندونيزيا د كردار ستائنه وكړه ولې چې پاكستان د خوراكي تېل ضرورت ترسره كولو له زياتره برخه اندونيزيا څخه برآمد كوي۔ وزیراعظم په آسيان كښې د سېکټورل پارټنر درجه ترلاسه كولو او د آسیان سيمه ايزو فورم غړيتوب لپ??ره د اندونيزيا ملاتړ وستائلو۔ وزیراعظم هيله څرګنده كړه چې پاکستان به د اندونيزيا په مرسته او ملاتړ سره د آسیان بشپړ ډائیلاګ پارټنر جوړ شي۔ وزیراعظم صدر پرابوو سوبیانتو ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه۔ دواړو لارښودو فلسطيني اولس لپ??ره د خپل مضبوط ملاتړ پخلي كولو سره په غزه كښې جنګ بندۍ او د فلسطين مسئلې حل كولو له د يوې ټولشموله تګلارې په خپلولو زور راوړو۔ دواړو لارښودو د يو خپلواكه فسطيني رياست٬ هغه پولو سره كومې چې كال 1967 څخه وړاندې وې او پلازمينه يۍ القدس الشريف وي ٬ جوړېدو له د خپل ملاتړ پخلے وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Elf's 3 Wishes Entertainment - بچوں اور خاندانوں کے لیے جادوئی تجربات
-
Barred Zardari from meeting Nawaz: Aitzaz
-
Zardari says budget failed to address critical issues
-
PM to take final decision on FATA reforms: governor
-
Aitzaz asks govt to arrest persons behind controversial posters
-
Kashmir issue: Pakistan invites India to secretary-level talks
-
Indian brutality to backfire: Baloch
-
Contingency plan for milad day finalised
-
Robbers make away with Rs 2 million from bank in Karachi
-
بلیک جیک آفیشل گیم - سرکاری ویب سائٹ
-
PT آن لائن آفیشل گیم ڈاؤن لوڈ
-
پانچ نمبر اعلی اور کم سرکاری تفریحی ویب سائٹس کا موازنہ