اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د امن په وضعه او په كرم كښې د امن بحالۍ له په پورته كېدونكو اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير وزيراعلی ته خېبر پښتونخوا كښې امن په ځاے كولو له د بشپړه مرستې باور وركړو۔ د جمعې په ورځ داخله وزير د پېښور وزيراعلی هاؤس دوره وكړه چرته چې اعلی وزير علي امين ګنډاپور ده ته هركلے اووے۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل په خېبر پښتونخوا صوبه كښې د قانون نافذ كوؤنكو ادارو د كار استعداد زياتولو كښې به بشپړه مرسته كولې شي۔ ده ووئيل په كرم كښې امن په ځاے كول تر ټولو لومړۍ ترجيح ده٬ د ټولو همكارانو مشاورت سره تلپاتې امن په ځاے كولو له به اقدامات كول وي۔ وفاقي وزير او وزيراعلی د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د قانون نافذ كوؤنكو ادارو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ په خپلو شهيدانو وياړ لرؤ٬ د هغوي ځانګړې قربانيو ته سلام كوؤ۔ وزیراعلی علي امين ګنډاپور ووئيل د شهيدانو قربانۍ به هېڅكله هېرولې نه شي۔ ده زياته كړه چې په ګډه به د ترهګرۍ د عفريت مقابله كوؤ۔
متعلقہ مضامین
-
Asia Bibi free to travel anywhere: FO
-
Talpur, Majeed file review pleas in fake bank accounts case
-
Security forces foil major terror attack in Bara
-
Economic situation of the country dominates Senate proceedings
-
Imran Khan should not fear Shehbaz Sharif and summon Parliament session: Marriyum
-
Court sends 92 TLP workers on judicial remand
-
Nawaz wants to go back to jail: Maryam
-
Pakistan, Russia ink pipeline, oil and gas exploration accord
-
Two bodies found in Bannu; investigation underway
-
46-nation naval exercise kick-starts in Pakistan
-
Defunct power stations have cost the country Rs 72 billion
-
CJP Khosa constitutes Police Reforms Committee to strengthen the system