اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) قامي اسمبلۍ د اے پي اېس پېښې د غندنې قراردا په يوه خله منظور كړے دے په كوم كښې چې وئيلې شوي دي چې د ترهګرۍ عفريت څخه پاك ٬ سولييز ٬ سوكاله او محف??ظ پاكستان لپاره دې حكومت ٬ سياسي ګوندونه او سول سوسائټي په ګډه كار وكړي٬ په قرارداد كښې امنيتي ځواكونو ?? وسله والو ځواكونو ٬ د هېواد سلامتيا او خپلواكۍ لپاره د جنګ كوؤنكو د كلك ملا??ړ پخلے وكړے شو۔ د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پي پي پي غړې ډاكټر شازيه مري په ايوان كښې تحريك وړاندے كړو چې د اے پي اېس پېښې په اړه دې د قرارداد وړاندې كولو اجازه راكړې شي۔ د دې له منظورۍ څخه وروستو ايوان قرارداد ته وړاندے كړے شو۔ په قرارداد كښې وئيلې شوي چې دا په 16 دسمبر كال 2014 د شوې ظالمانه بريد غندنه كوي د كوم په نتيجه كښې چې د 132 بې ګناه كوچنيانو په شمول 149 كسان شهيد كړې شول۔ په قرارداد كښې د شهيدانو عزم او حوصلې ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ په قرارداد كښې پاكستان څخه د ترهګرۍ د ختمولو ل??ظ پخلے وكړے شو۔ په قرارداد كښې غوښتنه وكړې شوه چې 16 دسمبر دې د اے پي اېس او په ګرده هېواد كښې د ترهګرۍ ښكار شوو شهيدانو په ياد كښې د قامي ورځې په توګه و لمانځلې شي۔ په قرارداد كښې د هېواد سلامتيا او خپلواكۍ لپاره د آرمډ فو??سز او قانون نافذ كوؤنكو ادارو د ملا??ړ پخلے وكړے شو۔ په قرارداد كښې ووئيلې شو چې حكومت ٬ سياسي ګوندونه او سول سوسائټي دې د ترهګرۍ عفريت څخه پاك ٬ سوليز ٬ سوكاله او محف??ظ پاكستان لپاره په ګډه خپل كردار ترسره كړي۔
متعلقہ مضامین
-
Barred Zardari from meeting Nawaz: Aitzaz
-
Zardari says budget failed to address critical issues
-
PM to take final decision on FATA reforms: governor
-
Aitzaz asks govt to arrest persons behind controversial posters
-
Kashmir issue: Pakistan invites India to secretary-level talks
-
Indian brutality to backfire: Baloch
-
Contingency plan for milad day finalised
-
Robbers make away with Rs 2 million from bank in Karachi
-
بلیک جیک آفیشل گیم - سرکاری ویب سائٹ
-
PT آن لائن آفیشل گیم ڈاؤن لوڈ
-
پانچ نمبر اعلی اور کم سرکاری تفریحی ویب سائٹس کا موازنہ
-
پی جی الیکٹرانکس آفیشل ڈاؤن لوڈ ویب سائٹ کی مکمل رہنمائی