اسلام آباد۔23دسمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق پ?? مشرۍ كښې د حكومت او مخالفې ډلې د مذ??كراتي كمېټيو اولنۍ ان كېمره غونډه د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔ په غونډه كښې د حكومتي كمې??ۍ نائب وزي??اع??م اسحاق ډار ٬ د وزي??اع??م سلاكار رانا ثناﺀ ٬ سېنېټر عرفان صديقي ٬ پخوانے سپيكر راجه پروېز اشرف، سید نوید قمر، ډاكټر فاروق ستار، علیم خان او د مخالفې ډلې لخوا په مذ??كراتي كمېټۍ كښې پخوانے سپیکر اسد قیصر ،صاحبزادہ حامد رضا او سېنېټر علامه ناصر عباس شامل ؤ۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د حكومت او د مخالفې ډلې مذ??كراتي كمېټۍ غړو ته په غونډه كښې په ګډون كولو هركلے ووے۔ ده ووئيل د حكومت او اپوزيشن ترمينځه د مذ??كراتو عمل خوشبين دے۔ ده ووئيل دا به جمهوريت مضبوط كړي۔ ده ووئيل په جمهوريت كښې مذ??كرات د سياسي مسئلو يوازينې حل دے٬ دا هېواد زمونږ دے او مونږ اولس ټاكلو سره د خپلو مسئلو حل كولو له رالېږلې يؤ۔ ده ووئيل پارليمان د 24 كروړه اولس ټاكلې اداره ده او اولس پارليمان سره زياتې هيلې تړلې دي۔ ده ووئيل د يو اولسي نمائنده په حېث به مونږ له د اولس د مسئلو حل لټول وي۔ ده ووئيل د حكومت او اپوزيشن ترمينځه په زړه پورې اړيكو سره د هېواد مسئلې په غوره ډول حل كېدې شي۔ ده ووئيل د هېواد معاشي پرمختګ سياسي استحكام سره تړلے دے٬ د هېواد روانه وضعه سياسي همغږۍ ته د ودې وركولو غوښتنه كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Elf's 3 Wishes Entertainment - بچوں اور خاندانوں کے لیے جادوئی تجربات
-
Barred Zardari from meeting Nawaz: Aitzaz
-
Zardari says budget failed to address critical issues
-
PM to take final decision on FATA reforms: governor
-
Aitzaz asks govt to arrest persons behind controversial posters
-
Kashmir issue: Pakistan invites India to secretary-level talks
-
Indian brutality to backfire: Baloch
-
Contingency plan for milad day finalised
-
Robbers make away with Rs 2 million from bank in Karachi
-
بلیک جیک آفیشل گیم - سرکاری ویب سائٹ
-
PT آن لائن آفیشل گیم ڈاؤن لوڈ
-
پانچ نمبر اعلی اور کم سرکاری تفریحی ویب سائٹس کا موازنہ