اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) وزیرِاعظم شهباز شریف وئيلي دي د اے پي اېس په پېښه زمونږ زړونه نن هم غمجن جي ٬ ف??نه الخوارج او د دې په څير نور ترهګر او ??ېواد دښمنه ډلې دين سره تعلق لري او ??ه كومو ټولنيزو اقدارو سره٬ ټول قام د دې بزدله ترهګر ډلو په ضد د مضوط ديوال په څير ولاړ دے او ??ه پاك پروردګار ته منظور وي هم دغسې به ولاړ پاتے و??٬ زمونږ امنيتي ځواكونو هېواد دشمنه عناصرو سره په مړانه مقابله كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه د جاري شوې بيان له مخې وزيرِاعظم شهباز شريف د آرمي پبلك اسكول پېښي لس كاله په پوره كېدو خپل پېغام كښې ووئيل نن د پاكستان د تاريخ د يوې نه هېردونكې پېښي لس كاله پوره كېږي، زمونږ زړونه غمجن دي ۔ ده ووئيل دا يوه داسې پېښه وه د كومي ياد چې لس كاله پس هم زمونږ په زړونو كښې تازه دے۔ وزيراعظم ووئيل په 16 دسمبر 2014 بزدل ٬ بے رحمه او ??حشي ترهګرو په آرمي پبلك سكول پېښور كښې تباهي خپرولو سره 144 بے ګناه زدكونكي او استاذان شهيدان كړي وو، د دې حيوانيت ښكار شوو شهيدانو كښې زياتره كم عمره ماشومان وو۔ ده ووئيل د هغوي ژوند، د هغوي خوب، د هغوي اميدونه، د هغوي سباؤن هغوي څخه واخستلې شول۔ وزيراعظم ووئيل د دې پېښي چې څومره هم وخت وشي د هغه بے ګناه ماشومانو د جدائۍ غم نه شي ختمېدې۔ ده ووئيل د هغه ماشومانو د مور پلار غم او تكليف كښې كمې چرې هم راتلې نه شي۔ ده د ده وېنا وه چې قام بايد دا خبره ياد وساتي چې ف??نه الخوارج او د دې په څير نور ترهګر او ??ېواد دښمنه ډلې دين سره تعلق لري او ??ه كومو ټولنيزو اقدارو سره٬ د بهرنيو هېواد دښمنه عناصرو په اشاره دا بزدله ډله بې ګناه پاكستاني وګړي د خپلو ناوړه مقصدونو ترلاسه كولو له په نخښه كوي۔ ټول قام د دې بزدله ترهګر ډلو په ضد د مضوط ديوال په څير ولاړ دے او ??ه پاك پروردګار ته منظور وي هم دغسې به ولاړ پاتے و??۔ وزیر اعظم شهباز شریف ووئيل زما په شمول ټول قام د كوچنيانو او استاذانو مړانې ته سلام او د هغوي د كورنيو قربانيو او امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوي۔ ده ووئيل راځئ چې مونږ نن يو امناكه او ??حفوظ پاكستان جوړولو لپاره د عزم پخلے و??ړؤ،چرته چې كوم بے ګناه وګړي كله هم دا ډول بربريت سره مخ نه شي٬ چرته چې د چا بچې د ويرې په عالم كښې سكول ته لاړ نه شي۔ دا يو عهد دے كوم به چې مونږ ټولو له كول وي۔ ده وئيل دا په مونږ ټولو د دې پېښې د ځپليو او شهيدانو پور دے۔ مونږ ټولو له به دا خبره باوري كول وي چې د هغوي قربانۍ به بې ځايه نه ځي٬ مونږ به دا كله هم هېر نه كړؤ او دا به كله هم معاف نه كړؤ۔
متعلقہ مضامین
-
Elf's 3 Wishes Entertainment - بچوں اور خاندانوں کے لیے جادوئی تجربات
-
Barred Zardari from meeting Nawaz: Aitzaz
-
Zardari says budget failed to address critical issues
-
PM to take final decision on FATA reforms: governor
-
Aitzaz asks govt to arrest persons behind controversial posters
-
Kashmir issue: Pakistan invites India to secretary-level talks
-
Indian brutality to backfire: Baloch
-
Contingency plan for milad day finalised
-
Robbers make away with Rs 2 million from bank in Karachi
-
بلیک جیک آفیشل گیم - سرکاری ویب سائٹ
-
PT آن لائن آفیشل گیم ڈاؤن لوڈ
-
پانچ نمبر اعلی اور کم سرکاری تفریحی ویب سائٹس کا موازنہ