اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مش??ۍ كښې د اتلسم سپيكرانو كنفرنس د هېواد د ټولو صوبائي اسمبليو متفقه ا??لا??يه جاري كړه٬ 23 نكاتي پرېكړو سره سره شريكه ا??لا??يه كښې قانون ساز ادارو د پارليماني اقدارو د ودې٬ قانون سازۍ كښې سپېځلتيا ٬ د آئين او پارليمان سرلوړۍ او د موسمي بدلون مخ نيوي لپاره د پارليماني ادار?? قوي كولو پخلے وكړو۔ د سپيكرانو كنفرنس د ترهه ګرۍ جعلي خبرونو او په سوشل مېډيا د منفي رجحاناتو په ضد د كوټلي اقداماتو په كولو٬ د مقبوضه كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې په حل كولو او د مېرنو او ماشومانو مسئلو له د كوټلي پارليماني فورمز په جوړولو موافقت وكړو۔ په ا??لا??يه كښې پاكستان انسټي ټيوټ فار پارليمنټري سروسز له د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان معاونت لپاره د پراختيا وركولو او د سپيكرانو كنفرنس تسلسل باوري كولو له راروانه غونډه په 2025 كښې په مظفر٬آباد ګښې د كولو پريكړه وشوه۔ دوه ورځنې كنفرنس په اسلام آباد كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مش??ۍ كښې وشو۔ په كنفرنس كښې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني٬د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر سيد غلام مصطفٰی شاه٬د قانون وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ٬د آزاد كشمير اسمبلۍ سپيكر چوهدري مجيد اكبر٬د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر كېپټن(ر)عبدالخالق اچكزئي٬د ګلګت بلتستان اسمبلۍ سپيكر نذير احمد٬د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر بابر خان سواتي٬د پنجاب اسمبلۍ سپيكر ملك محمد احمد خان او د س??دھ اسمبلۍ سپيكر سيد اويس قادر شاه ګډون وكړو۔د ټولو سپيكرانو د اړخه په متفقه توګه منظور كړې شوې شريكه ا??لا??يه كښې وئېلې شوي چې د پاكستان اولس جمهوريت ترلاسه كولو او د يو وفاقي اسلامي پارليماني او عصري پرمختګ خوښي فلاحي رياست جوړولو لپاره هڅې وكړې چرته چې د وګړو حقونه محفوظ وي او د صوبو په وفاق كښې برابره برخه وي۔ دا فورم د دې خبرې څرګندونه كوي چې د آئين او قرارداد مقصد له مخې يو پارليماني نظام كښې رياستي اختيارات يوازې د اولس ټاكل شوې نمائندګانو د لارې وكارولې شي۔ دا هم سفارش كوي چې د صوبائي حكومتون?? قواعد او ضوابط دې د آئيني اصولو سره برابر كړې شي دغسې چې د انتظاميې د اسمبليو په وړاندې ځواب وركول ٬ په اړوند وزارتونو د پارليمان آئيني ګرفت او د مېنډېټ احترام باوري كړې شي۔ په پارليماني ادارو د اولس باور بحالولو له د قانون سازۍ په عمل ??ښې احتساب او شفافيت ته وده وركولو ته اړتيا ده۔فورم په سياسي مېدان كښې د جذباتيت رجحان له امله د هېواد په سياست كښې د سپكاوي ټكو په كارولو ٬ جعلي خبرونو او په سوشل مېډيا تورونو لګولو سره د تصادم او د انتقام په سياست د تشويش څرګندونه كوي۔ دې سره د رايو د اختلاف احترام ختمېږي او پارليماني اقدار مجروح كېږي۔فورم د كشميرې مسئلې د ملګرو ملتنو د سلامتي كونسل د قراردادوو له مخې د حل كولو په حاجت زور راوړو۔ دغسې سپيكرز كنفرنس د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل زور راوړو چې هغه دې په غزه كښې جنګ بندۍ سره په اړوندو خپلو لوظونو عملدرآمد كول او د سلامتي كونسل د قرارداد (2024) 2735 له مخې د اسرائيلي قابض ځواكونو فوري وتل ٬ د نړيوال?? قوانينو په خلاف ورزۍ كولو د اسرائيل ځواب وركوؤنكے ګرځول او فلسطيني وګړو ته له كوم ځنډ او خنډ پرته د خېر ښېګړې مرسته رسول باوري كړي۔ا??لا??يه كښې وئېلې شوي چې سيمه ايز او نړيوال امن٬سيمه ايزې مرستې او افهام او تفهيم كښې پیشرفت لپاره پارليماني سفارتكاري اهميت لري۔فورم د قومي اسمبلۍ د اړخه په اسلام آباد كښې د سپيكرانو كنفرنس د كوربتوب اقدام هركلي كولو سره عزم وكړو چې د پاكستان د آئين به حفاظت كولې شي٬شكونه به د خبرو اترو د لارې لرې كولې شي او د رياستي او غېر رياستي عناصرو د اړخه د دې وقار مجروح كولو او د كومې هم خلاف ورزۍ به مقابله كولې شي۔په ا??لا??يه كښې په شويو پرېكړو كښې وئيلي شوي چې د پارليمان سرلوړۍ٬د بنيادي حقونقو تحفظ او د جمهوري اقدارو د دفاع عهد كوو۔ فورم پرېكړه وكړه چې درې مياشتې پس به غونډه كېږي دغسې چې د سپيكرانو كنفرنس د فورم باقاعدګۍ سره جاج اخستلې شي۔د پاكستان قانون ساز ادارو سپيكرانو او پريزائنډنګ افسرانو په باضابطه توګه د خپل جمهوري اقدارو٬آئيني اصولو او د پاكستاني اولس هيلې په ځاې ساتلو له د شريك عزم څرګندونه وكړه او د دې ا??لا??يې د لارې يې د پارليماني ادار?? قوي كولو او د خپل هېواد ښه خذمت لپاه مرستې٬ جدت او شموليت ته د ودې وركولو عهد كولو سره يۍ موافقت او احترام سره 20 دسمبر 2024 منظور كړو۔
متعلقہ مضامین
-
فینکس رائز آفیشل انٹرٹینمنٹ انٹرنس کا افتتاح
-
پی جی الیکٹرانک کے ساتھ قابل اعتماد آن لائن بیٹنگ ویب سائٹس
-
McCain in Waziristan hails Pak army successes
-
Indian media claims another attack on military base in occupied Kashmir
-
COAS pays farewell visit to Air Headquarters
-
World should stand united against terrorism
-
گولڈن پیگ ایپ ڈاؤن لوڈ ویب سائٹ
-
جنوب مشرقی آن لائن آفیشل ڈاؤن لوڈ لنک کی مکمل معلومات
-
صبا اسپورٹس ہونسٹ انٹرٹینمنٹ انٹری کا نیا دور
-
انسٹنٹ میسجنگ اسپورٹس انٹیگریٹی بیٹنگ پلیٹ فارم کی اہمیت
-
BNG الیکٹرانک ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ پلیٹ فارم کی خصوصیات اور فوائد
-
Saba Sports Official Game Website پر جوش و خروش کھیلوں کا تجربہ