اسلام آباد۔5دسمبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اېم اورنګزېب وئيلي دي د معاشي اصلاحات تسلسل به روان ساتلې شي٬ مهمې معاشي اشاريې ګټورې دي٬ په خسارو قابو موندلے شوے٬ حكومت ??ه هېواد كښې كاروبار او سرمايه كارۍ كښې تندي رامخې ته كولو لپار?? اقدامات كوي۔ د زيارت په ورځ د سېکورټیز اېنډ اېکسچېنج کمېشن آف پاکستان تر اهتمام لاندې د ای اېس جی سسټین پاکستان د اولني آن لائن پلېټ فارم لانچنګ دستورې ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير د سېکیورټیز اېنډ اېکسچېنج کمېشن آف پاکستان ډیجیټلائزېشن او ډېټا شېئرنګ ته ودې وركولو له هڅې وستائېلې۔ ده ووئيل ډیجیټل چېنلز او موقعې د سباؤن لاره ده كومه به چې سپېځلتيا او د ځواب وركولو كلتور ته ودې وركولو له مرستيال ثابت شي۔ د خزانې وزير ووئيل حكومت په معاشي مېدان كښې مثبت پېشرفت كړے ٬ مهمې معاشي اشاريې ګټورې دي٬ په خسارو قابو موندلے شوے٬ زرمبادله او برآمدات كښې زياتوالے راغلے ٬ ګراني مخ په كمېدو ده ٬ د سود شرح كمېدو سره صنعتونو ته ګټه رسي۔ ده ووئيل د کاپ۔29 په موقع پاكستان د ماحولياتي بدلونونو مخنيوي لپاره تګلاره وړاندې كړې ۔ ده ووئيل د هېواد ??وه تر ټولو مهمې مسئلې دي په كومو كښې چې په آبادۍ كښې زياتوالے او ماحولياتي بدلونونه شامل دي۔ ده د دې مسئلو حل كولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل د پاكستان په معيشت كښې به هر يو له خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل حكومت په كاروبار او سرمايه كارۍ كښې تندي رامخې ته كولو ل?? اقدامات كوي٬ بهرنيو سرمايه كارو ته به بشپړه آسانۍ وركولې شي۔ ده ووئيل د معاشي اصلاحات تسلسل به روان وي۔ ده ووئيل د سركاري ملكيتي ادارو د ورځې خساره 2.2 اربه روپۍ ده ٬ په تېرو لسو كلونو كښې د اېس او ايز خساره 6 ټريلين روپۍ پاتې شوې ٬ حكومت ?? نجكارۍ په پروګرام عمل كوي او دا عمل په سپېځلې تو??ه مخ په وړاندې بوتللے شي۔
متعلقہ مضامین
-
فینکس رائز آفیشل انٹرٹینمنٹ انٹرنس کا افتتاح
-
پی جی الیکٹرانک کے ساتھ قابل اعتماد آن لائن بیٹنگ ویب سائٹس
-
McCain in Waziristan hails Pak army successes
-
Indian media claims another attack on military base in occupied Kashmir
-
COAS pays farewell visit to Air Headquarters
-
World should stand united against terrorism
-
گولڈن پیگ ایپ ڈاؤن لوڈ ویب سائٹ
-
جنوب مشرقی آن لائن آفیشل ڈاؤن لوڈ لنک کی مکمل معلومات
-
صبا اسپورٹس ہونسٹ انٹرٹینمنٹ انٹری کا نیا دور
-
انسٹنٹ میسجنگ اسپورٹس انٹیگریٹی بیٹنگ پلیٹ فارم کی اہمیت
-
BNG الیکٹرانک ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ پلیٹ فارم کی خصوصیات اور فوائد
-
Saba Sports Official Game Website پر جوش و خروش کھیلوں کا تجربہ