اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پارليماني ګورننس په مضبوطولو ٬ سپېځلتيا ٬ شموليت او د جمهوري رواياتو په تحفظ زور راوړلو سره وئيلي دي چې مونږ د جمهوري رواياتو تحفظ او د بدلېدونكې ګورننس چاپېريال سره د همغږۍ پېدا كولو چېلنج سره مخ يؤ٬ قانون ساز مجالسو ل?? به نه يوازې د موجوده چېلنجونو ځواب كول وي بلكې دا هم ضروري ده چې هغه پوهې ٬ بصيرت او دوه اړخيزه مرستې سره د دې مقابله وك??ي٬ مكالمې ته د ودې وركولو ٬ د غوره تګلارو تبادلې او د ركاوټونو په ګوته كولو د لارې دا کنفرنس د 18م بدلون نفاذ ښه كولو او د ګورننس او صوبائي خپلواكۍ مقصدونه مخ په وړاندې بوتللو كښې مهم كردار ترسره كولے شي۔ ده د جمعې په ورځ د 18م سپيكر كنفرنس دوېمې ورځې ناستې ته خطاب كولو۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په شمول د څلورو واړو صوبو ٬ د آزاد جموں وكشمير او ګلګت بلتستان سپيكران او سېكتران هم په كنفرنس كښې موجود وو۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل دې فورم ته خطاب ما لپاره يو درناوې دې۔ ده ووئيل زه د قامي اسمبلۍ د سپيكر مننه كوم چا چې د لس كلونو اوږدې مودې څخه وروستو دا مهم كنفرنس وك??و۔ ده ووئيل تېره ورځ د كنفرنس په مهال دوه مهم نشستونه وشول په كومو كښې چې په آئيني چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ اولني نشست كښې د 18م آئيني ترميم د نفاذ جاج واخستے شو كوم چې د پاكستان په آئيني تاريخ كښې د يو سنګ ميل حېثېت لري۔ ده ووئيل ننۍ ايجنډا د پارليماني ګورننس ښه كولو ٬ سيمه ايزې مرستې ته وده وركولو او په نړ??وا??ه كچه زمونږ د قامي ګټو وكالت لپاره يو ستراتېجيكي روډ مېپ وړاندې كوي۔ ده ووئيل مونږ ل?? به په ګډه دا باوري كول وي چې زمونږ قانون ساز مجالس به نه يوازې جمهوري روايات په ځاے ساتي بلكې د بدلېدونكي ګورننس تقاضو سر?? به همغږي هم پېدا كوي
متعلقہ مضامین
-
ویمپائر ایمولیٹ آفیشل انٹرٹینمنٹ ایپ
-
لکی ڈریگن آفیشل انٹرٹینمنٹ پلیٹ فارم
-
Four of family shot dead over marriage dispute
-
Ambassador Lodhi calls on UN to put an end to atrocities against Kashmiris in IHK
-
Bomb blast in Bajaur kills one security official, search operation underway
-
Pakistan, Italy ready to expand cooperation
-
GEM Electronic Entertainment Official Website
-
فارچیون خرگوش آفیشل گیم پلیٹ فارم: ایک نئی گیمنگ دنیا کا آغاز
-
آن لائن گیم پلیٹ فارم اور ڈیٹا بیس ویب سائٹ کا پتہ
-
ورچوئل رئیلٹی لاٹری گیم کی آفیشل ویب سائٹ کے بارے میں مکمل معلومات
-
گیلی کارڈ گیم آفیشل گیم پلیٹ فارم کا تعارف اور خصوصیات
-
گورنر آن لائن آفیشل ڈاؤن لوڈ کی مکمل گائیڈ