اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د نړۍ د اړخه د اسرائیل په سخت احتساب نه كولو د اندېښنې څرګندوني سره په غزه كښې په سمدستي توګه او غیر مشروط جنګ بندۍ او مقبوضه سي??و كښې ځپليو لپاره د انساني همدردۍ په بنیاد د مرستي وركولو د غوښتنې پخلے كړے۔د زيارت په ورځ د وزیراعظم آفس پریس ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخ?? وزیراعظم محمد شهباز شریف سره پاکستان كښې د فلسطین سفیر ډاکټر ظهیر محمد حمد الله زید وزیراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔د فلسطین سفیر هركلي كولو سره وزیراعظم د فلسطین اولس د خپلواكۍ حق ، آزادۍ او انصاف له د هغوي منصفانه هلو ځلو كښې د پاکستان د غیر متزلزل مرستې پخلے وكړو۔ده د بے ګناه فلسطینیانو په ضد د اسرائیل لخوا د نسل کشۍ او په خاص توګه 7 اکتوبر 2023 نه پس خراب شوي صورتحال د كوم په نتيجه كښې چې 43,000 څخه زيات كسان شهيدان او 105,000 څخه زيات ژوبل شوي، اقدامات د پاکستان د غندنې پخلے وكړو۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د نړۍ د اړخه د اسرائیل په سخت احتساب نه كولو د تشویش څرګندوني سره په غزه كښې په سمدستي توګه او غیر مشروط جنګ بندۍ او مقبوضه سي??و كښې ځپليو لپاره د انسانی همدردۍ په بنیاد د مرستي وركولو غوښتني پخلے هم وكړو۔وزیراعظم د فلسطین سفیر له باور وركړو چې ټول پاکستانیان د مېړنو فلسطینیانو سره ولاړ دي او د هغوي هر ممكن مرسته به روانه ساتي۔ وزیراعظم د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو له مخ?? د فلسطین مسئلې په دوه ریاستی حل اډانه منصفانه او د اوږد مهاله حل په حاجت هم زور راوړو د كوم پولي چې د 1967 څخه وړاندې په بنیاد وي او پايه تخت ئې القدس شريف وي۔سفیر ډاکټر ظهیر محمد حمد الله زید د فلسطینیانو په موجوده مشکلاتو كښې د پاکستان د ثابت قدمې مرستې سره سره د فلسطین په مسئله د پاکستان اصولي موقف وستائېلو۔ده د وزیراعظم ذاتی قیادت او فلسطین لپاره د مرستې سره سره ضروري انساني امداد په وركولو او د فلسطین میډیکل زدكوونكو له پاکستان كښې د تعلیم بشپړولو لپاره په وظ??فو وركولو د هغه مننه وكړه۔ وزیراعظم د فلسطینی سفیر په پاکستان كښې د تعیناتۍ په اړه د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او هغه له ئې هر وخت د خپل اړخه د مرستي باور وركړو۔
متعلقہ مضامین
-
لکی ڈریگن آفیشل انٹرٹینمنٹ پلیٹ فارم
-
Four of family shot dead over marriage dispute
-
Ambassador Lodhi calls on UN to put an end to atrocities against Kashmiris in IHK
-
Bomb blast in Bajaur kills one security official, search operation underway
-
Pakistan, Italy ready to expand cooperation
-
GEM Electronic Entertainment Official Website
-
فارچیون خرگوش آفیشل گیم پلیٹ فارم: ایک نئی گیمنگ دنیا کا آغاز
-
آن لائن گیم پلیٹ فارم اور ڈیٹا بیس ویب سائٹ کا پتہ
-
ورچوئل رئیلٹی لاٹری گیم کی آفیشل ویب سائٹ کے بارے میں مکمل معلومات
-
گیلی کارڈ گیم آفیشل گیم پلیٹ فارم کا تعارف اور خصوصیات
-
گورنر آن لائن آفیشل ڈاؤن لوڈ کی مکمل گائیڈ
-
یورپی بلیک جیک ایماندار تفریحی ویب سائٹ: محفوظ اور پرلطف کھیل کا تجربہ