x
را??والی/ ګوجرانواله۔28دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي معيشت او سياسي ثبات لپاره مخ په وړاندې ??وا?? يؤ٬ د 9 مئي پېښې د هېرولو نه دي ٬ د 9 مئي په كېسونو كښې پرېكړه كښې تادي نه ده شوې٬ د 9 مئي پېښې منصوبه جوړونكو او ماسټر مائنډ په ضد هم بايد كېس مخ په وړاندے لاړ شي٬ په رياستي چارو او د نړيوالې كچې په اړيكو كښې سياست راوستل نه غواړؤ۔ د خالي په ورځ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل سیاسی ثبات لپاره مذاكرات په ښه نيت ??وا?? دي٬ د مذاكراتو درېم دور به په 3 جنورۍ كيږي په كوم كښی به چې لا پېشرفت وشي۔ ده ووئيل زمونږ مقصد سياسي استحكام ترلاسه كول دي٬ معيشت مخ په وړاندې ??وا?? دے ٬ زمونږ مخالف د پي ټي آئي باني چيئرمېن هم و??ئي معيشت ښه پلو ??وا?? دے۔ ده ووئيل په ګرانۍ كښې كمې شوې دې ٬ د سود شرح كښې كمي سره د برآمدات او زرمبادله پ??ګې زياتې شوي دي٬ د روپۍ قدر مستحكم شوے دے۔ ده ووئيل تحریک انصاف په 26 م آئيني ترميم كښې خپل كردار ترسره كړو٬ مولانا فضل الرحمن سره هم مذاكرات شوي هغه دا معامله مخ په وړاندې ??وا??ه وساتله٬ د هغه په وېنا يو شمېر شقونه بهر كړې شول خو داسې هم نه شي كېدې چې د دې په بنياد د 9 پېښې هېرې كړې شي يا د هغې سودا وكړې شي۔ ده ووئيل چې كومو 85 كسانو ته سزاګانې اورولې شوي دي د هغوي په ضد نه رد كېدونكي ثبوتونه موجود دي۔ وفاقی وزیر ووئيل ډي جي آئي اېس آر تېره ورځ پرېس بريفنګ كښې د ترهګرۍ په ضد جنګ او د 9 مئي او 26 مئي پېښو په اړه تفصيلي خبرې وكړې او په غوره ډول يۍ په ټولو چارو رڼا واچوله۔ ده ووئيل د 9 مئي پېښو كښې په عسكري تنصي??ات?? بريد كولو كښې د ككړو ټرائل په ملټري كورټس كښې وشو۔ رائټ ټو فیئر ټرائل كښې د وكيل حق سره سره كورنۍ او ريكارډ ته لاس رسي هم وركړې شوه۔ ده ووئيل په ټرائل كښې د اپيل دوه حقونه هم وركړې شول ٬ يو په ملټري اتھارټيز كښې د اپيل او دويم په ه??ئي كورټ كښې د رټ پټيشن دائر كولو۔ ده ووئيل كومو كسانو چې په عسكري تنصي??ات?? بريدونه نه دي كړې او په نورو پېښو كښې ككړ وو د هغوي مقدمې هم په اے ټي سي كښې ??وا??ې دي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې هر ډول عدالتونه موجود دي۔ كه په دفاعي تنصي??ات?? بريد وكړې شي نو ټرائل به په ملټري كورټ كښې وي۔ ده ووئيل د 9 مئې كېسونو پرېكړه كښې تادي نه ده شوې٬ دوه كاله كښې ددې پرېكړه وشوه۔ ده ووئيل د 9 مئي ټول ملزمان به خپل انجام ته رسولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل رياستي چارو او نړيوالو اړيكو څخه بايد سياست لرے وساتلے شي٬ د سفارتي اقدارو له مخې د رياستونو ترمينځه چارې په آفيشل لېول وي٬ د دغې له مخې چارې مخ په وړاندې ځي۔ ده ووئيل د تحريك انصاف بيانيه وه مونږ غلامان نه يؤ٬ بيا يۍ د امر بالمعروف بيانيه جوړه كړه ٬ يوه خبره كول بيا وروستو كېدل د دوئي عادت دے۔ د وزیر آباد ضلعې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل وزیر آباد ته د ضلعې حېثېت وركړے شوے دے ٬ دغلته دې ضلعي دفترونه جوړ كړې شي ٬ دې لپاره دې فنډز بېل كړې شي۔ دغسې ضلعې سره اړوند لوازمات دې بشپړ كړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
PM announces billions of rupees projects for Swat
-
LHC moved for cancellation of MQM registration
-
PM Nawaz to leave for US on 16
-
At Hajj, Muslims told to forge unity
-
WHO recommends one pharmacist for 50 beds in hospitals: Expert
-
Pakistan is more resilient, stronger
-
JI to observe solidarity with Muslims in Syria, Myanmar
-
Medical board confirms that Tayyaba was tortured
-
ورچوئل ریئلٹی لاٹری انٹرٹینمنٹ آفیشل ایپ
-
لکی ریٹ انٹرٹینمنٹ سرکاری داخلہ
-
ڈریگن ہیچنگ آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ
-
HB الیکٹرانک آفیشل گیم ویب سائٹ کا تعارف اور خصوصیات