لاهور 08 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د چیمپئنز ټرافی په اړه د پي سي بي چیئرمېن محسن نقوی اصولی موقف ستائلو سره ووئيل د هغه موقف د هر پاکستانی د زړه غږ دے،د پي سي بي چیئرمېن په آئی سی سی كښې د پاکستان د 24 کروړه اولس ترجمانی کړې ده، د پاکستان عزت تر ټولو مقدم دے۔ پرائم منسټر آفس پرېس ونګ د اړخه د اتوار په ورځ جاری شوې پرېس ریلیز له مخې وزیراعظم محمد شهباز شر??ف سره د كورنيو چارو وفا??ی وزیر او د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) چیئرمېن محسن نقوی ملاقات کړې او وزیراعظم ئې د آئی سي سي چیمپئنز ټرافی ټورنامنټ پیشرفت په اړه خبر کړې۔ وزیراعظم د چیمپئنز ټرافی په اړه د پي سي بي چیئرمېن اصولی موقف وستائلو او د چیمپئنز ټرافی ټورنامنټ په اړه په محسن نقوی ئې د بشپړه باور څرګڼدوني سره ووئيل د چیمپئنز ټرافی ټورنامنټ په اړه د هغه موقف د هر پاکستانی د زړه غږ دے۔ وزیراعظم ووئيل هغه آئي سي سي كښې د پاکستان د 24 کروړه اولس ترجمانی کړې ده، د پاکستان عزت تر ټولو اول دے۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د كورنيو چارو وزير خبر كړو چې پي سي بي پاکستان كښې د چیمپئنز ټرافی ټورنامنټ کولو لپاره په بشپړه ډول چمتو دے،مونږ د پاکستان او کرکټ ګټه غواړو، انشا الله چیمپئنز د ټرافی په اړه به ښه خبر رامخې ته شي۔
متعلقہ مضامین
-
PM announces billions of rupees projects for Swat
-
LHC moved for cancellation of MQM registration
-
PM Nawaz to leave for US on 16
-
At Hajj, Muslims told to forge unity
-
WHO recommends one pharmacist for 50 beds in hospitals: Expert
-
Pakistan is more resilient, stronger
-
JI to observe solidarity with Muslims in Syria, Myanmar
-
Medical board confirms that Tayyaba was tortured
-
ورچوئل ریئلٹی لاٹری انٹرٹینمنٹ آفیشل ایپ
-
لکی ریٹ انٹرٹینمنٹ سرکاری داخلہ
-
ڈریگن ہیچنگ آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ
-
HB الیکٹرانک آفیشل گیم ویب سائٹ کا تعارف اور خصوصیات