اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پ??) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي ګوادر كښې د نړيوال معيار او جديدې آسانۍ لرونكې هوائي ميدان په جوړولو مونږ د عظيم ملګري چين مننه كوو ٬ دغسې وزيراعظم ته ووئيل شول د ګوادر څخه مسقط لپاره پروازونه به سږ كال 10 جنوري څخه پېل شي،د پاکستان نجي ائير لائينز،چين،اومان او متحده عرب امارات ائير لائينز سره د ګوادر څخه ملکي او نړيوال فلائټ آپريشنز پېل كولو په اړه خبرې روانې دي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د نيو ګوادر نړيوال هوائي ميدان په اړه په چارو مهمه غونډه وشوه۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل د ګوادر ن??ے نړيوال هوائي ميدان د چين ۔پاکستان د غوره ملګرتيا ښكاره مثال دے،د نړيوال معيار او جديد آسانۍ لرونكې هوائي ميدان په جوړولو مونږ د عظيم ملګري چين مننه كوو۔ وزيراعظم ووئيل د ګوادر ن??ي نړيوال هوائي ميدان فعاله كيدو سره به سيمه كښې سوكالي راشي او د روزګار موقعې به راپيدا شي،د ګوادر نړيوال هوائي ميدان يو مصروف ټرانزټ پوائنټ جوړولو لپاره دې د عمل وړ تګلاره ترتيب كړې شي۔وزيراعظم د ګوادر ن??ے نړيوال هوائي ميدان د هېواد او په خاص توګه د بلوچستان نورو سيمو ترمينځه د رابطه سړكونو نظام ښه كولو او د ګوادر نړيوال هوائي ميدان لپاره د كوتلو امنيتي انتظامات سپارښتنه وكړه۔غونډي ته د ګوادر ن??ي نړيوال هوائي ميدان په آپريشنلائزيشن تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔بريفنګ كښې ووئيل شول د ګوادر ن??ے نړيوال هوائي ميدان د زمكې په لحاظ سره د هېواد تر ټولو لويې هوائي ميدان دے،ګوادر هوائي ميدان اے۔380 الوتكي هينډل کولې شي دغسې هوائي ميدان څخه به 4 لکهه مسافر د كال مزل كولې شي،د پاکستان هوائي ميدان اتھارټي د اړخه د ګوادر ن??ي نړيوال هوائي ميدان ته د ايرو ډروم سرټيفکيټ جاري کړے شوے دغسې پاکستان کسټمز هم هوائي ميدان نوټيفائي کړے دے ۔بريفنګ كښې ووئيل شول په هوائي ميدان د پاکستان ائير پورټ اتھارټي ، ائير پورټ سکيورټي فورس، پاکستان کسټمز، اينټي نارکوټکس فورس، د وفاقي تحقيقاتي ادارې پشمول بارډر هيلتھ سروس عمله تعينات کړې شوې ،د پاکستان انټر ن??شنل ائير لائينز د کراچۍ او ګوادر لپاره فلائيټ آپريشن به ډير زر په اونۍ كښې درې وارې كولو ته ورسولې شي۔بريفنګ كښې ووئيل شول د ګوادر څخه مسقط لپاره پروازونه به سږ كال د 10 جنوري څخه پېل كرې شي،د پاکستان نجي ائير لائينز ، چين ، اومان او متحده عرب امارات ائير لائينز سره د ګوادر څخه ملکي او نړيوال فلائټ آپريشنز پېل كولو په اړه خبرې رواني دي،په هوائي ميدان کولډ سټوريج ، وئير هاؤسز ، د کورئير سروسز سهوليات ، کارګو شيډز ، تکنيکي ګراؤنډ سپورټ آلات ، فيول فارمز، هوټلز او شاپنګ مالز لپاره ځايونه بېل كړې شوي۔بريفنګ كښې ووئيل شول په هوائي ميدان د بينك برانچز جوړولو او اے ټي ??ېم مشينونو لګولو په اړه سټيټ بينك آف پاکستان سره رجسټرډ ټولو بينکونو سره رابطه شوې،ګوادر نړيوال هوائي ميدان څخه د سړك د لارې رابطه ښه كولو په اړه د اېسټ ۔بے ايکسپريس وے وړومبۍ برخه بشپړه شوې دغسې د دويمي برخې فزيبلټي جوړيږي۔په غونډه كښې د دفاع او هوا بازۍ وفاقي وزير خواجه محمد آصف ، د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ، د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه، د خزانې او محص??لا?? وفاقي وزير محمد اورنګزيب او اړوندو اعليٰ سرکاري افسرانو ګډون وكړو۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د نجکارۍ ، سرمايه کارۍ او مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د وډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
امریکن بائسن انٹرٹینمنٹ آفیشل لنک
-
After Nergis, another Pakistani part of gravitational waves research team
-
SC orders Sindh to speed up probe into police corruption
-
Banks to receive Hajj applications from Monday : Hajj to be costlier this year than last year
-
NA remembers Benazir on her birthday
-
Minister urges Muslims to join hands for trade liberalisation
-
State-of-the-art institute for Kidney and Liver patients to be set up
-
Zardari expected to arrive on Dec 22
-
FTG کارڈ گیم تفریحی آفیشل لنک
-
انسٹنٹ میسجنگ اسپورٹس انٹیگریٹی بیٹنگ پلیٹ فارم کی اہمیت
-
ریسٹورانٹ کریز انٹرٹینمنٹ ٹرسٹڈ ویب سائٹ کا تعارف
-
ریسٹورانٹ کریز انٹرٹینمنٹ ٹرسٹڈ ویب سائٹ کا تعارف