اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي)د سمندري چارو وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئېلي دي روس او د مينځنۍ آسيا هېوادونه پاكستان بندرځايونو څخه تجارت غواړي٬كراچۍ پورټ ژور سمندر دے چرته چې د 20 نه تر 22 زره كنټينرز لرونكے لويې ج??از لنګر انداز كېدے شي٬ د نړۍ لويې شپنګ كمپنۍ پاكستان كښ?? سرمايه كاري كوي٬ د مينځنۍ آسيا هېوادونو په تېرو لسو كلونو كښ?? ډېر زيات پرمختګ كړے٬هغوي سره پورټس نشته٬د پاكستان د لارې هغوي خپل مال لېږلې شي۔اسلام آباد كښ?? خبري كنفرنس ته وينا كولو په مهال ده ووئيل د سمندري چارو وزارت ادارو تېر كال 90 اربه روپۍ ګټه كړی٬د تېر كال په نسبت په ګټه كښ?? 50 فيصده اضافه شوې او راروان كال به نوره هم اضافه وشي۔ پاكستان سمندري تجارت په اړه ګيټ وے جوړ شوے٬ په كراچۍ پورټ او پورټ قاسم د هېواد 95 فيصد تجارت كېږي٬ده ووئېل په نړۍ كښ?? وړومبې درې٬څلور زره كنټينرز وړونكې جهازونه وو اوس 20 نه تر 22 زره كنټينرز مشتمل ج??از شت?? ٬زيات كنټينرز څخه په جهازونو فريټ ريټ كم شوے۔ده ووئېل مون?? خپل پورټس لا ښه كوو٬د ټولې نړۍ نظر پاكستان پلو دے٬لويې لويې ادارې پاكستان پورټس كښ?? خوښي لري۔د مينځنۍ آسيا هېوادونو ارزان مال د دې ځاے څخه تللے شي٬د نړۍ لويې كمپنۍ په پاكستان كښ?? د سرمايه كارۍ لپاره خوښي لري٬مونږ په دې اړه د بېلو اړخونو جائزه اخلو۔وفاقي وزير ووئيل د سمندري چارو وزارت ډېر په تندۍ سره كار كوي٬په ادارو كښ?? د كار ډېر ګنجائش دشت?? ٬زمونږ حكومت راتللو نه وړاندې د كراچۍ پورټ ګټه دوه اربه وه٬اوس دا دوه ارب نه تر لس اربه روپو ته رسېدلې٬مونږ نور هم ښه والې راولو۔ده ووئيل د پورټ قاسم ګټه 40 اربه روپو ته رسېدلې٬هره مياشت وړومبۍ اونۍ كښ?? پاكستان نېشنل شپنګ كارپورېشن كښ?? دوه ساعت كېښنم چرته چې په ټولو مسئلو خبرې كېږي۔د پاكستان 95 فيصد امپورټ٬ايكسپورټ كراچۍ پورټ او پورټ قاسم څخه كېږي٬په نړۍ كښ?? ريجنل ټريډز زيات كېږي٬ ده ووئبل د بدقسمتۍ څخه زمونږ ګاونډيانو سره اړيكې زياتې ښې نه دي٬هند ٬افغانستان او ايران څخه زيات زمكيز تجارت نه كېږي ځكه زيات تجارت سمندري لارې څخه دے۔قيصر احمد شيخ د پاكستان معيشت كښ?? د سمندري څانګې مهم كردار رامخې ته كولو سره ووئيل په نړۍ كښ?? د سمندري څانګې اوسط جي ډي پي كښ?? برخه 7 فيصد ده او په پاكستان كښ?? دا يو فيصد څخه هم كمه ده ۔وفاقي وزير د پاكستان په خپلواكۍ زور راوړولو سره د سمندري څانګې په معيشت كښ?? اهميت رامخې ته كړو او دا يې د هېواد د پرمختګ مهمه ذريعه وګرځوله۔
متعلقہ مضامین
-
Sun of Egypt official entertainment portal
-
NAB arrests Workers Welfare Board official
-
IHC to examine request for Musharrafs arrest warrants
-
CPEC new milestone in history of Pakistan-China relations: Ahsan
-
Baba Guru Nanak University on cards on demands of Sikhs
-
Musharraf defends backing US invasion of Afghanistan
-
LHC seeks AGPs help on PTIs plea against premier
-
Militants exchange fire near school in Haroonabad, guard injured
-
Treasure Tomb Entertainment کی سرکاری ویب سائٹ
-
گیلی کارڈ گیم آفیشل گیم پلیٹ فارم کا تعارف اور خصوصیات
-
فلائٹ کنٹرول الیکٹرانکس آفیشل گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ کی مکمل گائیڈ
-
Tikigoti آفیشل ڈاؤن لوڈ لنک حاصل کرنے کا آسان طریقہ